1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د خښتو د زرګونو بټیو کار دریدلی

شعیب تنها شکران | عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ مهر ۲۵, دوشنبه

د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې په دې وروستیو کي د خښتو د ډیرو بټیو کارونه دریدلې دي. دا کار د دې لامل ګرځیدلی چې لسګونه زره کسان خپلې دندې له لاسه ورکړي او ځیني کسان ګاونډیو هیوادونو ته کډوالۍ ته اړ شي.

آرشیف: افغان نجونې د کابل په ده سبز کي د خښتو په یوه بټۍ کي کار کوي
آرشیف: افغان نجونې د کابل په ده سبز کي د خښتو په یوه بټۍ کي کار کويانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د خښتو د بټیو د اتحاديې مسئولين د خښتو د بټیو د فعالیت کمیدو علت په هیواد کي اقتصادي کمزورتیا، د خښتو د خرڅلاو بازار نشتوالى، د ودانيو جوړیدو کمښت او په هېواد کې د ډبرو سکرو لوړه بيه ده چې له کبله یې  خښتو ډیر شمیر بټۍ له فعالیته لوېدلي چې په دې کار سره ډیر زیات کسان بیکاره شوې دي.

د کابل د صنایعو خونې چارواکي وايي پخوا په افغانستان کې له لسو زرو څخه زیاتې د خښتو بټۍ فعاله وې چې اوس د ډیرو فعالیت بند شوی.

 د صنایعو خونې ویاند عبداللطیف صالحي دویچه وله وویل: «د یاد کار اصلي لامل په هېواد کې وروستي سیاسي تحولات او د ساختماني کارونو کمښت دی.»

بل لور ته په افغانستان کي د خښتو د کورو یو شمیر مالکان هم له اوسني وضعیت څخه ناراضه دي. دوی شکايت کوي چې د هیواد روان وضعیت یې پر کاروبار ناوړه اغیزه کړی ده.

په کابل کې د خښتو بټیو د اتحادېې غړی انجنير بصير وايي، مخکې په کابل کي د خښتو ۱۵۰۰ بټۍ فعاله وې خو اوسمهال یواځې ۱۲ بټۍ فعاله دي.

نوموړي وويل: «د تېر حکومت له سقوط وروسته مو کاري وضعیت دومره خراب شوی وو چې حتی د اتحادیې دروازه بنده شوه.  موږ اوس له اتحادیې پرته کار کوو. زه خپله د خښتو بټۍ لرم، خو د ودانيو د نه جوړیدو له امله مې د خښتو بټۍ وتړله چې له امله يې ٢٠٠ کسان چې له ما سره يې کار کاوه وزګار شول.»

د خښتو د بټیو د خاوندانو د کار بد حالت یوازې په کابل پورې محدود نه دی، بلکې د افغانستان په لوېدیځ کې هم د خښتو جوړونکي ورته حالت لري.

 د هرات د انجيل ولسوالۍ د خوشرود په سيمه کې د خښتو له ١١٤ بټیو څخه يوازې ٢٥ بټۍ فعاله دي او پاتې نورې ېې دا مهال له کاره لویدلې.

په هرات ولایت کې د خښتو د بټیو د اتحادیې مشر صوفي ګلاب شاه دویچه وله ته وویل: «زموږ کاري وضعیت خورا خراب دی، تر دې حده چې د هرات د خښتو په بټیو کې چې له ۱۰ زرو کسانو کار کاوه، اوس یې کار له لاسه ورکړی او ډیر شمیر غریب کاره کسان ګاونډیو هېوادونو ته د مزدورۍ په موخه کډوال شوي دي.»

هغه زياته کړه، د استوګنې د کورونو د رغیدو ډیر کمښت او د ډبرو سکرو لوړه بيه په هرات ولايت کې د خښتو د بټیو د کاري فعالیت د کمیدو دوه اصلي لاملونه دي.

آرشیف: د کابل په ده سبز کي د خښتو یوه فابریکهانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

په افغانستان کې د خښتو د بټیو یو شمېر کارګر له طالبانو غواړي چې د خښتو د بټیو خاوندانو د فعالیت د دوام لپاره شرایط برابر کړي، که نه دا صنعت به په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.

د هرات په انجيل ولسوالۍ کې د خښتو د یوې بټۍ کارګر عبيدالله وايي: «د تېر حکومت پر مهال کاري وضعيت ښه وو، خو اوس زموږ کار د قناعت وړ نه دی، زه له طالبانو څخه غواړم چې د خښتو د جوړولو صنعت ملاتړ وکړي څو په افغانستان کې دا صنعت پراختیا ومومي او له مینځه ولاړ نه شي.»

د خښتو د بټیو کارګران د خپلو عوایدو له کموالي هم شکایت کوي. د ننګرهار ولايت اوسېدونکی رقيب الله چې په کابل کې د خښتو په يوه بټۍ کې کار کوي، وايي: «د مياشتې پنځه زره افغانۍ معاش اخلم، په داسې حال کې چې د تېر حکومت پر مهال مې معاش لس زره افغانۍ وو.» هغه زیاتوي چې طالبان باید خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، ځکه که وضعیت همداسې دوام کوي نو ډیر کارګر به اړ شي چې د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته کډه شي.

آرشیف: د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کي کارګر د خښتو جوړولو د کار پر مهالانځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د طالبانو اداره ټینګار کوي چې د خښتو د بټیو د خاوندانو د ستونزو د هواري لپاره به اقدامات وکړي. د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي دویچه ویله ته وویل: «اسلامي امارت تل هڅه کوي چې د خښتو د بټیو د خاوندانو وضعیت ته رسیدګي وکړي».

هغه زياته کړې:«موږ هڅه کوو چې د خښتو د بټیو د مالکانو ستونزې وڅېړو تر څو د هغه ننګونو د حل لپاره جدي او عملي اقدامات وشي چې دوی ورسره مخ دي.»

په داسې حال کي په افغانستان کي د خښتو د زرګونو بټیو د فعالیت دریدو خبرونه ورکول کیږي، په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د سختې بې وزلۍ او لوږې د احتمال په اړه یو راپور خپور کړی دی.

په دغه راپور کې ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان د اړمنو خلکو لپاره دې پر بیړنیو مرستو غور وکړي، څو د دغه وضعیت له ناوړه پایلو څخه مخنیوی وشي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب