1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان؛ د سیاسي ګوندونو پربندیز دکار پوهانوغبرګونونه

شعیب تنها شکران
۱۴۰۲ مرداد ۲۷, جمعه

په افغانستان کي د طالبانو د هغه اعلان پر وړاندي، چي د سیاسي ګوندونو فعالیت پکښي منع سوی، یوشمېر دیني عالمانو او سیاسي کارپوهانو غبرګونونه ښوولی دی.

Afghanistan Protection and Stability Council in Kabul - Abdul Rasul Sayaf
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د طالبانو د عدلي سرپرست وزیر تازه ویلي دي چي په افغانستان کي د ټولو سیاسي ګوندونو فعالیت مطلق بند او هیڅوک د سیاسي فعالیت اجازه نه لري. 

د طالبانو تر واک لاندي د باختر اطلاعاتي اژانس په قول، د عدلي سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي یوې خبري غونډي ته ويلي دي:«د ټولو سیاسي ګوندونو فعالیتونه یو مخ بند دي، ځکه چي شرعي اساس نه لري، د خلکو ګټي نه دي پکښي ساتل سوي او خلک هم نور سیاسي ګوندونه نه غواړي.»

اړوند: ځينو سیاسي مشرانو د نوي ائتلاف په جوړولو سره حکومت ته ګواښونه کړي

له دې اعلان څخه وروسته په افغانستان کي د دیني او سیاسي چارو کارپوهانو د طالبانو یادي پرېکړه ته غبرګون ښوولی او دا کړنه يې د اسلامي ارزښتونو او نړيوالو اصولو په ټکر کي بللې ده. 

په افغانستان کي یوتن دیني عالم سید عبدالهادي هدایت وايي، په هیواد کي د سیاسي ګوندونو فعالیت د اسلام په چوکاټ کي و او فعالیت يې له شریعت سره په ټکر کي نه شمارل کېږي.

هغه دویچه ویله ته وویل: «د افغانستان په بېلا بیلو تاریخي دورو کي سیاسی ګوندونه فعال او مبارزې يې د اسلام له چوکاټ څخه نه وې وتلي، بلکي د دغو ګوندونو فعالیت د دین، مذهب او قرانکریم له ادرسه و.»

زموږ فېسبوک پاڼه

نوموړی په افغانستان کي د سیاسي ګوندونو پر فعالیت ټینګار کوي.

همدارنګه په افغانستان کي د سیاسي چارو کارپوه اسدالله ندیم په دې باور دی، چي سیاست بېله ګوند څخه نه بشپړیږي او د سیاسي ګوندونو لغوه کول له سیاست څخه د خلکو د حذفولو معنی لري. 

نوموړی ټینګار کوي، چي سیاسي ګوندونه باید موخه، اساسنامه، تشکیلات، منظم پلان او د نړيوال سیاست له اساساتو سره سم هیواد یوې ښې خواته سوق کړي. 

اړوند: د کرزي مخالف سياسي گوندونه له طالبانو سره خبري کوي

له بل لوري بیا په افغانستان کي د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وايي: «په نړۍ کي ۵۷ اسلامي هیوادونه موجود دي، چي کلمه وايي، هم قران او هم حضرت محمد مني، هلته سیاسي ګوندونه فعالیت کوي، تر اوسه هیڅ چا د هغوی سیاسي فعالیتونه له شریعت سره خلاف نه دي ګڼلي، زما په اند هغه څوک، چي سیاسي ګوندونه محوه کوي یايې له شریعت خلاف ګڼي په اصل کي قران او اسلام سپکوي.»

زموږ یوټیوب پاڼه

طالبانو په داسي حال کي په افغانستان کي د سیاسي ګوندونو فعالیتونه منع کوي چي د طالبانو له بیا واکمنۍ  څخه د اکثرو سیاسي ګوندونو مشران او کارکوونکي ګاونډیو او غربي هیوادونو ته کډه سوي دي، خو له دغو سیاسي رهبرانو څخه يې یو شمېر له افغانستان دباندي خپل سیاسي فعالیتونه کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل