په افغانستان کي د مرګ ژوبلو د شميرو په خپرولو کي ډير توپير ليدل کيږي
۱۳۸۷ آبان ۲۲, چهارشنبهد جګړې ښکيل اړخونه نه غواړي د دوى د اړوندو مرګ ژوبلي په هکله کره او دقيقه شمېره خپره سي،کله هم که خبريالان په دې توانيږي چي څه نا څه کره شمېره خپره کړي د اړوندو ځواکونو له غبرګون سره مخامخ کيږي.
دولتي امنيتي او پوځي چارواکي له يوې خوا او له بلي خوا وسله وال طالبان دا هڅه کوي ترڅو د جګړو په ډګرونو کي د يو بل د مرګ ژوبلي شمېرې لوړي وښيي او برعکس د خپلو اړوندو د مرګ ژوبلي شميره ټيټه وښيي.
همدارنګه دغه نيمګړتيا ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلي په اوښتلو کي هم شتون لري، چي دا موضوع په افغانستان کي د جګړو له امله پوځي او وسله والو اړوندو ته د مرګ ژوبلي کره او دقيقه شمېره يې ورکه کړې ده.
د وخت د خبري آژانس مسوول ضيا بوميا، وايي چي په ډيري خواشينۍ سره چي رسنۍ نسي کولاى په دې برخه کي کره او دقيقه شمېره تر لاسه کړي.
بوميا، وايي. چي د مرګ ژوبلي د اوښتلو د کره شمېرې خپرول يوازي له دې لاري ممکنيداى سي چي مسوول چارواکي خبري آژانسونو ته کره شمېره څرګنده کړي.
د روز د خبري آژانس نيوز ايډيټر ظاهر اضطرابي،په دې هکله وايي چې : له هغه ځايه چي زه په ژورناليزم او مطبوعاتو کي تجربه لرمه کله چي شمېره کره نه وي د رسنيو په وړاندي د ليدونکو،اوريدونکو او لوستونکو باور کميږي. دا چي دا شميرې په کره توګه نه خپريږي د جګړې د اړخونو هغه ادعاوي دي چي هر يو غواړي په جګړو کي خپلي لاس ته راوړني زياتي وښيي. دا د ژورناليستانو دنده ده چي د پيښي په سيمه کي له عيني شاهدانو او له هغو کسانو سره چي زيانمن سوي دي مرکې وکړي، او د دولت او مخالف اړخ له لوريو په ورکړل سويو رپوټونو غور وکړي.
د کليد راډيو ژورناليست لعل آغا شيرين، وايي: چي که چيري د مرګ ژوبلو شميرو او احصايو ته کتنه وسي د هري سرچينې د څيړولو په پايلو کي ډير توپير ليدل کيږي. د يادوني وړ ده چي د يادو سويو رپوټونو پر بنسټ هغه شميرې چي د ملګرو ملتونو لخوا هم خپريږي نسي کولاى د مرګ ژوبلي کره شمېرې څرګندي کړي. دا کار هغه وخت شونى دى چي د جګړې ښکيلي خواوي خبريالانو ته د مرګ ژوبلي په اړوند کره مالومات ورکړي.