1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

«په افغانستان کي د ناروغو ماشومانو شمېر زيات سوی»

نجيب الله زيارمل KNA
۱۴۰۴ تیر ۱۸, چهارشنبه

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د راپور له مخي په افغانستان کي د ناروغو ماشومانو شمېر ورځ تر بلي پر ډېرېدو دی او روغتيايي مرکزونه تړل کيږي.

Afghanistan | Mangelernährung
په افغانستان کي په خوارځواکۍ اخته يو ماشومانځور: Hector Retamal/AFP/Getty Images

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د چهارشنبې په ورځ په برلين کي وويل چي د افغانستان په څو سيمو کي د هغو ماشومانو شمېر خورا زيات سوی چي د ژوند ګواښونکو ناروغيو، لکه شديدي خوارځواکۍ، سيپسس يا نفس بنديدو له ناروغيو سره بستريږي.

دغه سازمان په ځانګړې توګه په هلمند کي د بوست روغتون عاجلي څانګي ته اشاره کړې ده. د دوی په خبره په دغه روغتون کي د ماشومانو شمېر له ۲۰۲۰م کال راهيسي دوه چنده سوی دی. ياد روغتون ته په ۲۰۲۰م کال کي ۵۳۹۲۳ ماشومان وروستل سوي، چي دغه شمېر بيا په ۲۰۲۴م کال کي ۱۲۲۳۳۵ ته رسېدلی دی.

ياد سازمان ويلي دي چي د دغه روغتون عاجلي څانګي د ۲۰۲۵م کال په اپريل مياشت کي له ۲۰۲۰م کال راهيسي تر ټولو ډېر ماشومان ثبت کړي دي چي پنځه کلنۍ ته لا نه دي رسېدلي. د هغوی شمېر په مياشت کي ۱۳۷۳۸ ښوول سوی دی.

بې سرحده ډاکټرانو ويلي دي: «د هغوی وضعيت اکثره وخت ښه نه وي، ځکه چي والدين يې ډېر وخت طبي مراقبت ته لاس رسی نه لري. او له بلي خوا ډېر والدين حتی چي د ماشومانو وضعيت يې خراب هم نه وي روغتونونو ته ورولي، ځکه چي په لومړنيو مرکزونو کي طبي مراقبت ناکافي دی او له بلي خوا والدين يې هر وخت مالي توان نه لري.»

د دغه مرستندوی سازمان په خبره د هغو ماشومان شمېر چي روغتيايي پاملرني ته اړتيا لري د هيواد په نورو سیمو کي هم مخ پر زياتيدو دی: د بېلګې په توګه د مزارشريف په سيمه ايز روغتون او هرات کي هم ډېر ماشومان ثبت سوي دي.

په افغانستان کي د بې سرحده ډاکټرانو د طبي چارو همغږې کوونکې جولي پاکرو، وايي: «ډېرې کورنۍ هڅه کوي چي روغتيايي پاملرني ته لاس رسی ولري، خو ډېر روغتيايي مرکزونه د پرسونل، دارو درملو او تشخيص د تجهيزاتو له کمښت سره مخامخ دي.»

هغې وويل چي دغه وضعيت تر هغه دمخه وو چي امريکا متحده ايالات نړيوالي روغتيايي او بشردوستانه مرستي قطع کړي: «اوس د افغانستان د بيا رغاوني په چارو کي د امريکا ځانګړي مفتش د اټکل له مخي په افغانستان کي تر يو ميليارد ډالرو ډېري پروژې لغوه سوي دي.»

د روغتيا نړيوال سازمان د راپور له مخي له هغه وخت راهېسې په افغانستان کي ۴۲۲ روغتيايي مرکزونو خپل فعاليتونه درولي دي چي په پايله کي يې ۳ ميليونه کسان نور روغتيايي مراقبت ته لاس رسی نه لري.

جولي پاکرو وويل: «دغه نه لاس رسی به د دې سبب سي چي لا ډېر نوي زېږېدلي او ماشومان چي ژوند ګواښونکي ناروغۍ لري، ولايتي او سيمه ايزو روغتونونو ته راوړل سي.»

د نوموړې په خبره کيدای سي چي د ځينو خلکو هيڅ ډول روغتيايي مراقبت و نه سي، ځکه چي هغوی کولای نسي روغتيايي مرکزونو ته ځانونه ورسوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب