په افغانستان کي د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل سو
۱۳۸۹ آبان ۱۷, دوشنبهنن په درست افغانستان کي د ماشومانو د ګوزڼ يا (پوليو) ناروغۍ په وړاندي د مبارزي دوه ورځنی کمپاين پيل سو.
د عامي روغتيا وزارات چارواکو نن په کابل کي دويچه ويله المان ږغ راډيو ته وويل چي دغه کمپاين د وزارت، د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق او د روغتيا د نړيوال سازمان له لوري پيل سوی دی.
که څه هم په کوټلي توګه نده معلومه چي په افغانستان کي به د پينځو کلونو تر عمر لاندي څومره ماشومان ژوند کوي خو اټکل سوی چي د درست افغانستان د دغه عمر ماشومان به يې په ترځ کي واکسين سي.
رسمي شميرې ښيي چي د پوليو نولس پيښي سږ کال په افغانستان کي ليدل سوي چي ډيری يې د افغانستان په هغو ولايتونو پوري تړلي دي چي جنګ جګړې پکښي رواني دي.
ويل کيږي چي د تير کال د همدې مودي په پرتله د پوليو د واقيعو په شمير کي ۳۲ سلنه لږ والی راغلی دا ځکه چي تير کال د دغي ناروغۍ ۲۸ پيښي ثبت سوي وي.
د عامي روغتيا وزارت چارواکي دا مني چي ښايي د يو شمير جنوبي ولايتونو کلي د دوی له پوښښ څخه لري پاته سي ځکه چي هلته نا امني ډيره ده او دوی نه سي کولاي خپل ګرځندويه روغتايي ډلي هلته واستوي.
د عامي روغتيا وزيري ثريا دليل له ټولو دولت ضد مخالفينو غوښتي چي د دغه بشر دوستانه لړۍ مخي ته دي خنډونه نه جوړوي.
ويل کيږي چي د واکسيناسيون دغه لړۍ په ليري پرتو سيمو کي د کليو د مشرانو او ټولنيزو ډلګيو له لوري پر مخ بيول کيږي.
په کابل کی د دويچه ويله المان ږغ راډيو خبريال هڅه وکړه چي په دي اړه د وسله والو مخالفينو نظرهم ولري خو په دې بريالی نه سو.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل