په افغانستان کي د څښاک پاکو اوبو د نه شتون ستونزه
۱۴۰۱ فروردین ۹, سهشنبهپه افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو نه شتون او یا کمښت یوه عمومي ستوونزه بلل کیږي. آن په مرکزي ښارونو کې د څښلو پاکو اوبو پیدا کول ګران شوې دي.
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د نفوس زیاتوالي او د منظم کانالیزسیون نه شتون د دې مرکزي ښار د ډېرو برخو اوبه ناپاکې کړې دي او د څښلو له پاره د ګټې اخیستنې وړ نه دي.
د کابل د کارته نو اوسیدونکي نورالله ځاځي، دویچه ویله ته وویل چې دوی د یوه ځانګړي ماشین له لارې اوبه فلتر کوي او بیا یې د څښلو له پاره کاروي: «په کابل کې زموږ په سیمه کې اوبه ډېرې بې خونده او تروې شوې دي او بیخي د څښلو نه دي. موږ په ښار کې یو ماشین اخیستی او اوبه اول فلتر کوو او بیا خوراک او څښاک ترې کوو.»
د هلمند لښکرګاه اړوند د صافیان اوسیدونکي هم د پاکو اوبو له نه شتون څخه شکایت کوي. یوه ځایي اوسیدونکي بشیراحمد دویچه ویله ته وویل، اوبه یې بې خونده دي او دوی په پیسو د څښلو اوبه رانیسي: «پنځه کاله مخکې یو څاه موسسې په دې نیت موږ ته جوړ کړی دی، چې کلیوالو ته خوږې اوبه ورکړي، خو دوه کاله کیږي چې اوبه یې خرابې شوې، تروې دي او د استفادې نه دي، موږ له ټانکرونو فلتر شوي اوبه په پیسو اخلو.»
د پکتیکا په زیړوک ولسوالۍ کې هم خلک د څښلو پاکو اوبو له جدي ستوونزې سره مخ دي. د دې ولسوالۍ یوه اوسیدونکي قدیرخان دویچه ویله ته وویل چې د دوی په سیمه کې د څښلو پاکې اوبه نشته او له ليرې ځای یې هم نشي راوړلی او ځایي خلک تر ډېره رواني او د ډنډ اوبه کاروي.
هغه وویل: «دلته اوبه نه شته، خلک همدا د ویالې اوبه د څښلو له پاره هم استفاده کوي. په ځینو کلیو کې څاه ګان وي، خو موږ یې نه لرو. همدې اوبو نه ګټه اخلو او اوس ورسره عادت شوې یوو.
پکتیکا ته ورڅيرمه د خوست د ډېرو سیمو اوسیدونکي هم د څښلو پاکو اوبو ته د نه لاس رسي له ستوونزې کړیږي، ځينې خلک د ویالې اوبه کاروي او ځینې بیا له ليرې ځایونو اوبه راوړي.
د خوست مرکز اړوند د وچې خوړې سیمې اوسیدونکي لاهور خان دویچه ویله ته وویل: «زموږ په ځای کې ليرې یو څاه دی، څو سوه کورنۍ دي، چې څوګ په حیواناتو، څوګ په موټرسایکل ترې د اوبو بوشکې راوړي. زموږ سیمه غرنۍ ده، چې موږ په کور کې نه وو، زنانه د اوبو راوړلو سره ډېر په ستوونزه کې وي.»
د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت وایي چې په کلیوالو سیمو کې د خلکو له پاره د پاکو اوبو برابرول د دوی مسؤلیت دی، چې په دې برخه کې ډېر کار شوی.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزرات له پاره د طالبانو ویاند نورالهادي عادل دویچه ویله ته وویل چې په ځینو سیمو کې د څښلو پاکو اوبو ستوونزه شته، خو په تېرو کلونو کې د ملي پیوستون، میثاق شهروندي او یو شمېر نورو پروژو په چوکاټ کې په کلیوالي سیمو کې د څښاک اوبو څاګان ایستل شوې او د اوبو شبکې جوړ شوې دي.
نوموړی وایي، اوس ملي پیوستون، میثاق شهروندي او یو شمېر نورې پروژې چې د کلیوالو له پاره د پاکو اوبو برابریدې او لګښت یې نړیوال بانک ورکولو اوس ولاړې دي.
عادل وویل: «د څښاک پاکو اوبو ستوونزه شته، موږ سروې کوو او د کلیو پراختیا وزارت کوښښ کوي چې په ليرو پرتو سیمو کې خلکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي. نورې پروژې ولاړې دي، خو د یونسیف په مالي ملاتړ به راتلونکي کې یو شمېر څاه ګان او د اوبو شبکې جوړوې کړو او په مرکزي سیمو کې به د ابراسانۍ سره په شریکه ځینې پروژې په پام کې لرو.»
په افغانستان کې د ملي پیوستون، میثاق شهروندي او د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت په چوکاټ کې د څښاک پاکو اوبو برابرولو په برخه کې په میلیونونو ډالر مصرف شول، خو لا هم د څښلو پاکو اوبو ته د ډېرو خلکو نه لاس رسی یوه جدي ستوونزه یادیږي.