له بنسټپالني سره پر مبارزه له کاله ۹ ميليارده ډالره مصر راځي
۱۳۹۴ مهر ۲۷, دوشنبهد دغي څېړني له مخي له ۲۰۰۱م کال راهیسې تر دې مهاله ۹ زره او دوه سوه افغانانو ته له جګړې مستقیم زیان رسېدلی دی.
د دې څېړنې پر بنسټ په افغانستان کې تر ټولو لویه بودیجه له همدې افراطي ډلو سره پر مبارزه کې لگېږي. که چېرې دا پیسې پر پوهنه، عامه روغتیا، او سوله ییزو پروګرامونو لګول شوې وای تر ډېره به یې په هېواد کې مثبت بدلون رامنځته کړی وای.
د سولې او دېموکراسۍ له پاره د برابرۍ موسسې مرستیال ادریس عمرزاده د دوشنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال په کابل کي وویل: «د شخړو او بنسټپالني لکښت په یوه مالي کال کې ۹ میلیارده او ۹۱ میلیونه امریکايي ډالر کیږي. دا شمېر د هېواد د ټولو ناخالصو تولیداتو ۴۴ سلنه برخه ده او د ۱۳۹۴ لمريز کال د ټولې بودیجې ۱۱۳سلنه ښيي.»
د افراطیت او بنسټ پالنې سره پر مبارزې درانه لګښتونه راغلي چې د افغانانو د ژوند پر ټولو برخو یې اغېز کړی . ښاغلی عمرزاد ددې لګښتونو او زیانونو په اړه وویل: «کله چې امنیت نه وي ښه پانګوال کار نه شي کولای، مالیه نشو تر لاسه کولای، او خصوصي سکټور پرمختګ نه شي کولای. دا هغه موارد ديچې د افغانستان اقتصاد ته یې درانه زیانونه اړولي دي.»
انساني تلفات
په دې څېړنه کې سربېره پر دې چې د سولې، بیا رغونې او د ټپیانو د درملنې په برخه کې لګول شوې پیسې مالومي شوي د هغو سرتېرو د تقاعد حساب هم پکې مالوم شوی چې په جګړه کې وژل شوي دي.
یاده څېړنه ښييچې په ۲۰۱۴م کال کې د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله پنځه زره کسانو ته رسېدلې.
څېړنه همدا شان ښييچې بنسټپالنې لویه قرباني له ځوانانو او ماشومانو اخستې، په څېړنه کې همدا شان راغلي دي چې یوازې په ۲۰۱۴م کال کې ټول ټال د ملکي او نظامي تلفاتو شمېر تر ۸۶۹۹ کسانو پورې رسېد.
بنسټپالنې نه یوازې مالي او ځاني زیانونه اړولي، بلکي ګڼې رواني ستونزې یې هم رامنځته کړې دي. ورځپاڼه لېکونکي او د بشري حقونو فعالي نجیبې ایوبي په دې کنفرانس کې وویل: «د بنسټپالنې یو ښکره اغېز دا دی چې په ټولنه کې یې د هېلو کچه ټیټه کړې. په همدې دلیل افغانان له هيواده وځي، او بېرته خپل هېواد ته نه راګرځي، ځکه هغوی وايي چې په افغانستان کې خو هسې هم تلپاته جګړه روانه ده.»
بنسټیز ورانی
څېړنه همدا شان ښيي چې روانه جګړه او بنسټپالنه ډېرې بنستیزې پروژې لکه ښوونځي، روغتونونه، سړکونه او نورې دولتي ودانۍ هم له منځه وړي چې بیا رغول یې لوی لګښت ته اړتیا لري.
سره له دې چې په تېر څو کالو کې د سولې د رامنځته کېدو لهپاره پراخې هلې ځلي وشوې خو بیا هم رامنځته نه شوه، بلکي بنسټپاله او افراطي ډلي ورځ تر بلې پراخوالی مومي.