1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي له لمريزي برېښنا څخه استفاده

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۲ مرداد ۳, پنجشنبه

په افغانستان کې د سولار انرژۍ څخه استفاده ډیره شوې. د برښنا شرکت وايي، دا چي افغانستان په کال کې په اوسط ډول ۳۰۰ لمریزي ورځي لري نو کیدای شي له دغه انرژۍ څخه ښه کار واخلي.

Solarkollektor Afghanistan Solar Solarzelle alternative Energie
Solarkollektor Afghanistan Solar Solarzelle alternative Energieانځور: Hussain Sirat

۶۵ کلن عظیم د بامیان ولایت په لیرې پرته ولسوالي پنجاب کې ژوند کوي. هغه چې نژدې خپل ټول تير ژوند یې په دغه ولسوالۍ کې په بې برقۍ کې تیر کړی دی، وایي چې اوس نو غواړي د بريښنا له نعمته برخمن شي.

د عظیم په کلي کې دولتي بریښنا نه شته. د هغو کلیو اوسېدونکي چې اوبه لري سره یوځای شوې دي او په اوبو کې یې د بریښنا د تولید الې نصب کړي دي. خو عظیم د اوبو بریښنا ته هم لاسرسی نه لري. ځکه هغه کابل ته راغلی دی چې د سولار یا لمریزي بریښنا د تولید تختې واخلي او خپلې کورنۍ ته بریښنا برابره کړي.

ارزانه او دوامداره

د بریښنا شرکت وایي چې افغانستان خپلو ټولو برخو ته د برېښنا رسولو له پاره ۵۰۰۰ میګاواټه بریښنا ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې دغه هیواد اوس يوازي د۶۰۰ میګاواته وارداتي او د اوبو د بریښنا د برابرولو امکانات لري.

د افغانانو د برېښنا اړتيا او اقليمي شرايطو ته په کتو سره یو شمېر شرکتونه اوس دغه هيواد ته د لمريزي برېښنا يا سولار تختې واردوي. دغه تختې ډیر لږ مصرف لري. د یوې کورنۍ د رڼا د اړتيا پر پوره کولو باندي ډېر لږ لگښت يا په اوسط ډول ۶۰۰۰ افغانۍ راځي.

د کاپیسا ولایت اوسیدونکی فضل الله بیا د خپلو ګاونډيانو په ډله کې یوازینی کس دی چې په خپل کور کې لمریزه بریښنا نه لري. هغه کابل ته راغلی دی چې د اړتیا وړ وسایلو په رانیولو سره خپل کور ته لمریزه بریښنا برابره کړي: «فایده دا ده چې د تیلو او ګازو لګښت راکمیږي. دا برق تولیدوي او کولای شي چې شپه او ورځ کور روښانه کړي.»

د هغو دوکاندارانو چې د لمیزیزي بریښنا د تولید وسایل پلوري کاروبار هم ښه چلیږي. دغه دوکانداران وایي چې هغه سولار تختې چې له۱۰تر۱۵۰ واټو پوري بریښنا تولیدوي ډیر کسان رانیسي.

په افغانستان کې د سولار چینایي او هندۍ تختې تر نورو ښه پلورل کیږي. خو پیریدونکي بیا وایي چې د سولار هندۍ تختې تر چینایي تختو ښه کار کوي. ډیر شمیر افغانان سولار انرژي یوازې د رڼا، تلویزيون او کمپیوترونو له پاره کاروي. خو یو شمیر نور افغانان بیا ان له څاګانو څخه د اوبو د را ایستلو په موخه هم دغه انرژي کاروي.

مردان د کابل ولایت یو تن اوسیدونکی دی چې د سولار د ۱۸ تختو په نصبولو سره توانیدلی دی چې د خپل باغ د اړیتا اوبه د لمریزې انرژې له لارې تامین کړي: «د لمر له راختو څخه تر لوېدو پورې په مستقیم ډول له لمریزي انرژي څخه کار اخلو. دا زموږ له پاره ډیر ارزانه تمامیږي.»

۳۰۰ لمریزي ورځې

د افغانستان د بریښنا شرکت وایي دا چې په دغه هیواد کې په اوسط ډول په کال کې۳۰۰ لمریزي ورځې وي نو افغانان کولای شي چې په ډیر ښه ډول له پاکي لمریزي انرژۍ څخه کار واخلي. دغه شرکت اوس په افغانستان کې یوه څېړنه پيل کړې ده، ترڅو روښانه شي چې د دغه هیواد کومې برخې د لمریزې بریښنا تولید ته مناسبې دي.

د بریښنا شرکت مسئولان وایي هغو ولایتونو ته چې د وارداتي بریښنا رسول ستونزمن کار دی، لمریزه بریښنا به ورسول شي. د بریښنا شرکت د سوداګرۍ څانګي مشر میرویس عالمي، وایي چې د افغانستان شمالي ولایتونه د وارداتي بريښنا څخه د استفادې ښه چانس لري. خو جنوبي ولایتونه بيا د بریښنا له کمښت سره مخامخ دي.

ښاغلی عالمي وايي هر پانګوال چې د لمریزې بریښنا په برخه کې پانګونه وکړي، کولای شي له دې لارې ډیره ګټه ترلاسه کړي. د بریښنا شرکت وایي هر شرکت چې د لمریزې بریښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي، دغه شرکت چمتو دی چې بریښنا رانیسي او په خپلو نورو پیریدونکو یې وپلوري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب