په افغانستان کي له مخدره موادو سره مبارزه؛ پربدیل کښت ټینگار
۱۴۰۴ بهمن ۱۵, چهارشنبه
د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۶ م کال د فبرورۍ ۴) په کابل کې د دوحې د بهیر په چوکاټ کې له مخدره موادو سره د مبارزې د کاري ډلې له څلورمې ناستې څخه خبر ورکړ.
نوموړي وزارت په خپله ایکس پاڼه کي لیکلي دي چې په دغه غونډه کې د ځینو هیوادونو استازو، د ملگرو ملتونو ادارو او نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو، د اروپايي ټولني استازي، د اسلامي همکارۍ سازمان په حضوري او مجازي توگه گډون کړی وو.
اړونده موضوع: ملگري ملتونه: بزگران ونه توانیدل د کوکنارو عاید جبران کړي
په اعلاميه کې ویل سوي دي چې ډیرو هیوادونو د طالبانو ادارې له خوا د کوکنارو پر کرلو بندیز ملاتړ کړی دی او په افغانستان کې یې د مخدره موادو د کښت او تولید په برخه کې د لاسته راوړنو پر ساتنې ټینگار کړی دی.
په دغه اعلامیه کې راغلي دي: «اسلامي امارت په عمل کې ثابته کړې ده چې له مخدره موادو سره په مبارزه کې ټینگه اراده او توان لري.»
په اعلاميه کې ویل سوي دي چې د مخدره موادو د کښت او تولید په کمولو کې د لاسته راوړنو ساتل «ګډ مسئولیت، ګډې پانګونې، همږغۍ او د متقابل باور پر بنسټ همکارۍ ته اړتیا لري».
په دا وروستیو کې د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیرش، هم په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له کمښت څخه خوښي څرگنده کړه، خو ټینگار یې وکړ چې ملگري ملتونه په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندي، د بشري حقونو له سرغړونو، د عام شموله حکومت د نه جوړیدو او په دغه هیواد کې د ترهگرو ډلو له حضور څخه «ناهیلي سوي دي»
د صنعتي مخدره توکو مصرف
د کوکنارو د کښت پر منع کیدو سربیره، په ملگرو ملتونو کې له جرمونو او مخدره موادو سره د مبارزې ادارې د فبرورۍ مياشتي پر لومړۍ نېټه یو رپوټ خپور کړ او وې ویل چې د مخدره موادو مصرف، صنعتي موادو او له کیمیاوي درملو څخه د ناوړې استفادې پر لور د بدلون په حال کی دی.
اړونده موضوع: افغانستان کې پر تریاکو بندېز او نړۍ کې د کوکائین زیاتېدل
د نوموړي رپوټ له مخې، د هغو نارینه وو په ډله کې چې مخدره مواد کاروي، ۴۶ سلنه یې چرس، ۱۹ سلنه تریاک، ۱۱ سلنه د «ک» ټابلیټونه او ۷ سلنه نور متآمفتامین مصرفوي.
په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د درملنې ډېر مرکزونه یوازې د نارینه وو له پاره خدمات وړاندې کوي او په یو شمیر ولایتونو کې د ښځو له پاره امکانات محدود دي.