په افغانستان کي ورځ تر بلي د معلولينو شمير زياتيږي
۱۳۸۹ دی ۲۲, چهارشنبهافغانستان چي تېرو څو لسيزو جنګ جګړو سخت ځپلى او د همدغه جګړو پرمهال ددې هيواد په مختليفو سيمو،غرنو، دښتو او عامه ځايونو کي پخواني چاوديدونکي توکي پاتي دي.
همدې ناچاودو توکو په تېرو څو کالونو کي د ډېرو ملکي افغانانو ژوند واخېست او لا هم د ډېرو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ دى.
د جګړو پرمهال د پاته سوو ماينونو د له منځه وړلو لپاره دا وخت د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د ماين پاکۍ په نوم ځيني خيريه موسيسې کار کوي. ترڅو پر پخوانيو چاوديدونکو توکو او ماينو ککړي سيمي پاکي کړي او خلک پکښي سوکاله ژوند وکړي.
د دغو کسان يو شمير يې چي نومونه يي د معلولينو او معيوبينو له وزارت سره راجستر دي په کال کي کابو شپږ زره افغاني معاش لري.
د هغوی ډيری دغه پيسي هم نه اخلي ځکه چي دغه پيسې د دوی د اقتصادي ستونزو يوه برخه هم نه حلوي.
د لوګر ولايت يو اوسيدونکی عبدالرحمن هم د همدغه کسانو له جملې څخه دی، دی چي کابو پنځه ويشت کاله وړاندي د کورنيو جنګونو پر مهال يي خپلي دوې پښي له لاسه ورکړي دي، اوس ماشومانو ته د قران کريم زده کړي ورکوي.
عبدالرحمن پښتو نسي ويلای او په دري هم نه غواړي مرکه وکړي او وايي د مرکې جرات نه لري. دی کله کله سندري هم وايي او ځيني شعرونه له ځانه سره زمزمه کوي.
د لوګر ولايت يو شمير اوسيدونکي د عبدالرحمن مورال او روحيه ستايي او د نورو معلولينو او معيوبينو څخه هم غواړي چي د عبدالرحمن په شان ژوند وکړي.
يو شمير نور هم له دولت څخه غواړي چي، دغو کسانو ته د ښه ژوند اسانتياوي رامنځ ته کړي.
د چارواکي په خبره همدا اوس هره ورځ يو زيات شمير کسان د ناامنيو او چاودنو له امله معيوبه کيږي، د کارپوهانو په خبره په تيرو څلويښتو کلونو کي ، دغه کسان تل له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او شکايت کوي.
خودولت په دې ندی توانيدلي چي هغوی ته حتي د ژوند لومړني اړتياوي ور پوره کړي.
احمد فرهاد/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل