د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې تیرکال د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه دوه پر دریمه برخه یې د بارانونو او واورې د نه اورښت له کبله اغیزمن شوي دي.
د خوراک او کرهڼې سازمان په وینا ځیني کاریزونه او د اوبو سرچیني په بشپړه توګه وچې شوي دي چې له کبله یې د غنمو تیر فصل په بشپړه توګه له منځه تللی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي توبي لینزر، ویلي دي: «شپږ میاشتې وروسته ښایي په میلیونونو کسان د لوږي د نه زغم په وضعیت کې وي او په دې به هم نه پوهیږي چې نور خواړه له کومه راځي.»
د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په وینا لا تر مخه وچکالۍ ۲۱ زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي او د هرات ولایت په اطرافو کې یې اړولي دي. ملګري ملتونه هیله من دي چې کورنیو ته نغدې پیسې ورکړل شي، څو وتوانیږي خواړه رانیسي او په دې سره د هغوی د کډوالۍ مخنیوی وشي.
د توبي لینزر، په وینا «خلک نغدو پیسو ته ترجیح ورکوي، چې هغوی ته د خپلې اړتیا وړ شیانو د رانیولو اجازه کوي. موږ دې ته ترجیح نه ورکوو چې په ټول هیواد کې خواړه په موټرو کې واستول شي، ځکه دغه کار گران تمامیږي او کیدای شي بازارونه مختل کړي.»
ملګري ملتونه اوس د وچکالۍ په برخه کې د ۲۰۱۸م کال له پاره د بشري مرستو پر غوښتنه له سره فکر کوي. د هغوی په خبره اوس نورو ۱۱۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري، څو له ۱،۴ میلیونو سختو زیانمنو شوو کسانو سره مرسته وکړي.
ویل شوي دي چې د ۲۰۱۸م کال له پاره د غوښتل شوو ۴۳۰ میلیونو ډالرو څخه د می میاشتې تر ۲۳مې نیټې پوري یوازي یو پر څلورمه برخه مرستي راټولي شوي دي.
ویل شوي دي چې د وچکالۍ په پایله کې په ځینو سیمو کې د څړ ځایونو د وچیدو له کبله ځايي کوچیان هم اغیزمن شوي دي. په دغو سیمو کې شمال ختیځ ولایتونه بدخشان او کندز راځي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د کندز ولایت د کرهڼې د رئیس عبدالمجیدي له قوله لیکلي دي چې څاروي ډیر کمزوري دي او کولای نه شي په بدخشان ولایت کې خپلو څړ ځایونو ته ولاړ شي، نو له دې کبله چوپانان مجبوره شول چې په لاریو کې خپل څاروي هلته بوځي.
د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر په وینا د پسونو بیې ۴۰ سلنه رالویدلي دي خو ډیر کوچیان خپل پسونه او میږي د ناامیدۍ له کبله پلوري.
افغان حکومت او متحدین یې د طالبانو او داعش پر ضد په جګړه اخته دي چې په ځینو ولایتونو کې دغي جگړې د وچکالۍ اغیزې لا پسي زياتي کړي دي.
د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په اعلامیه کې راغلي دي چې په هلمند ولایت کې د کليو مشران هغو بازارونو ته چې تر حکومتي کنترول لاندې سیمو کې دې د تګ له پاره له ياغيانو څخه اجازه اخلي. په رپوټ کې دا هم راغلي دي چې د غنمو بیې هم لوړي شوي دي.
زموږ له آرشیف څخه:
د اقلیمي بدلونونو له امله مهاجرت
قحطي، د سمندر د اوبو د سطحې لوړیدل او د کرهڼې په برخه کې د ناکامۍ له امله په راتلونکو دریو لسیزو کې کیدای شي په مهاجرتونو کې په ډراماتیک ډول زیاتوالی راشي.
انځور: Imago/R. Unkelد حکومتونو له پاره خبردارۍ
د نړیوال بانک د یوه تازه رپوټ پر بنسټ که حکومتونه په بیړه اقدامات ونه کړي نو د موسمي بدلونو په پایله کې به د رامنځته کیدونکي قحطۍ له امله د ډيرو سیمو خلک د روزګار او بهتره ژوند له پاره د خپل کور کلي پریښودو ته اړ شي او د مهاجرتونو لړۍ به لا پسې وغځیږي.
انځور: qudsonlineپه ډراماتيک ډول د مهاجرتونو زیاتیدل
د نړیوال بانک د رپوټ پر بنست په نړیواله کچه د اقلیمي بدلونو له امله راتلونکي دری لسیزې ډیرې مهمې دي. د دې ادارې د رپوټ پر بنسټ د اغیزمن شویو سیمو خلکو له پاره د ځانګړو اقداماتو نیول اړين دي. په دغو سیمو کې د څښاک د اوبو او خوراکي توکو کمښت مخ په ډیریدو دی.
انځور: picture-alliance/Zumapress/M. Reinoد نړیوال بانک د دې رپوټ پر بنست تر ۲۰۵۰م کال پورې د اقليمي بدلونونو په پایله کې د مهاجرتونو له کبله د ۱۴۳ میلیونه انسانانو ژوند له خطر سره مخامخ کیدای شي. د دوی له ډلې څخه ۴۰ میلیونه یې د سویلي صحرایې سیمو، ۴۰ میلیونه یې د سویلي آسیا او ۱۷ میلیونه یې د لاتینې امریکا هیوادونو پورې مربوط دي.
انځور: picture-alliance/Photoshot/L. Xiaopengتر ټولو ډیرې زیانمنې سیمې
صحرایې, د سویلي آسیا او د لاتين امریکا هیوادونه له اقلیمي بدلونونو څخه ډیرې زیانمنې کیږي. د لومړي ځل له پاره یو داسې رپوټ چمتو شوی دی چې د اقلیمي بدلونونو له امله د مهاجرتونو په اړه بشپړ او تفصیلي ارقام وړاندی کوي.
انځور: Mehrد اقلیم بدلون د مهاجرت مهم لامل
اقلیمي بدلونونه د خلکو د بی کوره کیدو یو له مهمو لاملونو څخه شمیرل کیږي. د وچکالۍ له امله خلک د کار روزګار، خوراک، څښاک او ښه ژوند په لټه کې مهاجرت ته اړ کیږي.
انځور: nedayehirmandاقليمي بدلونونه ورځ تر بلې د اقتصادي ستونزو د رامنځته کیدو سبب کیږي. خو د نړیوال بانک په حواله که د مضره ګازونو د تولید د مخنيوي او همدرانګه د دوامداره پرمختیایې پروژو په خاطر په نړیواله کچه اقدامات وشي، نو په لسګونو زره انسانان به له داسې خطرونو څخه وژغورل شي.
انځور: MEHRایتوپیا تر ټولو ډیره اغیزمه شوې
د اقليمي بدلونونو له امله افریقایې هیواد ایتوپیا تر ټولو ډیره اغیزمنه شوې. د یوې څیړنې له مخې تر ۲۰۵۰م کال پورې به د دې هیواد د وګړو شمیر نږدې دوه برابره شي. د قحطۍ او وچکالۍ له امله له دې صحرایې هیواد څخه په لوړه پیمانه د مهاجرتونو ګواښ موجود دی.
انځور: APپه دغه سویل آسیایې هیواد کې هم د خلکو د بی کوره کیدو او مهاجرت لوی لامل اقليمي بدلونونه دي. په نړیواله کچه د تودوخي درجې په لوړیدو سره کنګلونه ویلي کیږي او د سمندر د اوبو سطحه لوړیږي.
انځور: bdnews24.com/A. Pramanikد انساني ناورین رامنځ ته کیدو ګواښ
د نړیوال بانک په رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی دی چې د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته کیدونکي مهاجرتونه پر انساني فاجعې هم بدلیدای شي. خو کارپوهان باور لري چې که په نړیواله کچه د ګلخانه یې ګازونو په اخراج کې کمښت رامنځته شي بیا نو په وضعیت کې ښه والی ممکن دی. دغه ګازونه د اقلیمي بدلونو یو لوی لامل بلل کیږي.
انځور: Reuters/G.Tomasevicله کلیو څخه ښارونو ته کوچیدل
د کارپوهانو په اند په کليوالي سیمو کې د کرهڼې او د ژوند امکاناتو د اغیزمن کیدو له امله خلک ښارونو ته مخه کوي او هلته له لا زیاتو ستونزو سره مخامخ کیږي. که پلانونه جوړ شي نو د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې تر یوې اندازې د خلکو ستونزې حلیدلای شي.
انځور: tnews