په افغانستان کي ټول امريکايي ځواکونه د ناټو تر قوماندې لاندي راوستل کيږي
۱۳۸۸ اسفند ۲۶, چهارشنبهد اميرالبحر مرستيال، ګريګ سميت وايي د دې پلان پر بنسټ به د افغانستان په ختيځ کی ټول 20 زره امريکايي سرتيري چي Enduring Freedom يا پايښت لرونکي آزادي نومو عملياتو تر سره کوي، د ناټو تر مشرۍ لاندي د نړيوال امنيتي مرستندوي يا آيساف، له 90 زره کسيز ځواکونو سره يو ځای کړای سي.
سميت وايي، د ناټو او متحده ايالاتو د ځواکونو ستر قوماندان، جنرال ميک کريسټل، غواړي، چي په افغانستان کي ټول بهرني ځواکونه تر يوي واحدي قوماندي لاندي راوستل سي تر څو د متحدينو تر منځ د عمل په ساحه کي د مختلفو مقصدونو مخ نيوی وسي.
نوموړي چارواکي هغه ادعاوي ردکړي چي وايي، دغه تصميم وروسته له هغه نيول کيږي چي په افغانستان کي د ملکي خلګو د وژلو په اړه اندېښنې ډيري سوي دي.
د اميرالبحر مرستيال سميت زياته کړه،چي دغه اقدام ته اړتيا وه تر څو د ناټو او نورو نړيوالو ځواکونو تر منځ همږغي رامنځ ته سي.
د هغه په خبره دا نه يوازي د جنرال ميک کريسټل غوښتنه ول، بلکي د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير اربرت ګېټس چي دوې اونۍ مخکي يې افغانستان ته هم سفر کړی و غوښتنه ده.
AG/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل