شخړي
په افغانستان کي یو امريکايي عسکر وژل سوی
۱۳۹۸ دی ۲, دوشنبهاعلان
په افغانستان کي مېشتو امريکايي ځواکونو د دوشنبې په ورځ ويلي دي چي د دوی يو عسکر وژل سوی دی.
بله لوري ته د وسله والو طالبانو يوه وياند ويلي دي چي دوی د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کي د امريکايي ځواکونو پر پوځي کتار بريد کړی دی کي يو امريکايي عسکر يې وژلی او څو نور يې ټپيان کړي دي.
د ۲۰۱۹م کال له پيل راهيسي په افغانستان کي ۲۰ امريکايي عسکر وژل سوي دي.
اوس په افغانستان کي ۱۲۰۰۰ امريکايي عسکر مېشته دي. امريکا محتده ايالاتو څو ورځي مخکي بيرته له طالبانو سره د سولي خبري پيل کړي.
په تيرو څو اوونيو کي په وارو وارو داسي خبرونه خپاره سول چي گويا امريکا متحده ايالات غواړي چي له افغانستان څخه خپل په زرونو عسکر وباسي.
n.z/s.r(dpa,afp)