په افغانستان کي یو ایتالوی سرتېری په ډزو ووژل سو
۱۳۹۱ آبان ۵, جمعهاعلان
د ایتالیا د دفاع وزارت اعلان کړی دی چي د دوی یو سرتېری د پنجشنبې په ورځ د فراه ولایت د بکوا په ولسوالۍ کي د مرمۍ په وسیله د سختو زخمونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ . په دغه پیښه کي درې نور ایتالوي سرتېري زخمیان سوي هم دي. هغوی پر پښو باندي لګېدلي دي. په افغانستان کي د یوولسو کلونو راهیسي ۵۲ ایتالوي عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. اوس په دغه هيواد کي۴۰۰۰ ایتالیایي عسکر ځای پر ځای دي.