په افغانستان کي وروستۍ امنيتي پيښي
۱۳۹۴ شهریور ۲۹, یکشنبهد کندهار د پوليسو وياند ضيا دراني، ويلي دي چي د دامان ولسوالۍ د پوليسو پر يوې پوستې باندي په موټر بم چاودنه کي درې تنه ملکي وگړي او دوه پوليس فسران ټپيان سوي دي.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيد خيلي بيا خبر ورکړی دئ، چي په دغه ولايت کي د برېښنا يوه ستېشن ته نژدې د يوه بم په چاودنه کي ۱۶ ملکيان ټپيان سوي دي.
د سمنگان ولايت وياند صديق غزيزي خبر ورکړی دئ، چي پنځه تنه عام وگړي هغه مهال ټيان سول چي د دغه ولايت په مرکز آيبک کي پر موټر سايکل پوري نښلول سوی بم وچاود.
د دغو پيښو مسئوليت تر اوسه پوري هيچا پر غاړه اخيستی نه دئ.
د يوه بل خبر له مخي بيا په پکتيا ولايت کي پنځه پوليس افسران وژل سوي دي. د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ مرستيال جنرال محمد زمان خوستي، ويلي دي چي دغه پوليس د شنبې په ورځ هغه مهال ووژل سول چي موټر ئې په زرمت ولسوالۍ کي د سړک د غاړي پر يوه ماين باندي وخوت.
هغه ويلي دي پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه چي دغو پوليسو له زرمت څخه د دغه ولايت مرکز گردېز ته په يوه شخصي موټر کي سفر کاوه.