1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي ۶۰ بشردوستانه فعاليتونه موقت ځنډول سوي

شکیلا ابراهیم خیل نجيب الله زيارمل
۱۴۰۴ آذر ۶, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همږغۍ دفتر (اوچا) ويلي دي چي د طالبانو د مداخلې له امله په افغانستان کي ۶۰ بشردوستانه فعاليتونه په موقت ډول متوقف سوي دي.

د ملګرو ملتونو لوګو
ملګرو ملتونو په افغانستان کي د مرستو رسولو په برخه کي د مداخلې په اړه اندېښنه ښوولې دهانځور: Morteza Nikoubazl/REUTERS

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همږغۍ دفتر (اوچا) په يوه تازه راپور کي اعلان کړی دی چي دطالبانو ادارې د بېلابېلو لاسوهنو په دليل په اکتوبر مياشت کي په ټول افغانستان کي د بشردوستانه مرستو ۶۰ فعاليتونه په موقت ډول درول سوي دي.

اوچا په دغه راپور کي چي د پنجشنبې په ورځ يې خپور کړی دی، ويلي دي چي دغو محدوديتونو د خوړو خونديتوب، ساتني، اوبو ته لاسرسی او روغتيايي خدماتو په برخه کي مرستي اغېزمني کړي دي.

په دغه راپور کي راغلي دي چي د دغه سازمان د بشر دوستانه مرستو شريکانو په اکتوبر مياشت کي بشري خدماتو ته د لاسرسي په اړه محدويتونو ۸۴ پيښي ثبت کړي دي.

په بشردوستانه فعاليتونو کي لاسوهنه

مرستو ته د لاسرسي په اړه د محدويتونو تر ټولو عام ډولونه، په بشردوستانه فعاليتونو کي لاسوهنه، له کارکوونکو، شتمنيو او تاسيساتو سره تاوتريخوالی، په هيواد کي پر تګ راتګ محدوديتونه او په سرحدونو کي پوځي عمليات شامل دي چي ځيني بشردوستانه فعاليتونه يې بند کړي دي.

د ياد راپور له مخي، په هرات ولايت کي ۳۱ قضيې، په ننګرهار کي ۹، په کندهار کي ۷، په کندز کي ۷ او په کابل کي شپږ قضيې ثبت سوي دي.

د دغه راپور د آمارو پر بنسټ، بشردوستانه مرستو ته د لاسرسي د محدوديت په ۸۴ قضيو کي ۷۰ يې په بشردوستانه عملياتو کي له لاسوهني سره تړاو لري.

په دې مداخلو کي د تفاهم ليکونو په لاسليک کي ځنډ، د تدارکاتو او استخدام په پروسه کي لاسوهنه، د پروګرام په پلي کولو کي مستقيمه لاسوهنه، د کارکوونکو د فهرست غوښتنه او حساسو معلومات لکه د وېش ليستونو او سروېګانو غوښتنه او دغه راز پر ښځينه کارکوونکو محدوديتونه پکښې شامل دي.

آیا افغانستان کې بشري مرستې په شفاف ډول ویشل کیږي؟

33:31

This browser does not support the video element.

پر ښځينه کارکوونکو د محدوديتونو دوام

دغه وضعيت حياتي مرستو ته د ميليونونو اړمنو کسانو لاسرسی ګډوډ کړی دی او د مرستندوی سازمانونو ترمنځ يې جدي اندېښنې راپورته کړي دي.

راپور زیاتوي چي په ټول هيواد کي پر ښځينه مرستندويه کارمندانو باندي بنديز دوام لري، چي دوی دفترونو ته د تګ او په بشردوستانه فعاليتونو کي له ګډون څخه منع کوي. دې محدويتونو اړينو مرستو او خدماتو ته د اړمنو مېرمنو لاسرسی هم په جدي توګه ګډوډ کړی دی.

د ټولو راپور سويو قضيو څخه، ۲۴ يې په جنسيتي محدوديتونو پوري اړوند دي، چي په عمده توګه يې ښځينه کارمنداني او اړمني مېرمني اغېزمني کړي دي.

په دې مواردو کي په ارزونو کي د ښځو پر ګډون بنديز، د مرستو د وېش په ځاينو کي د هغوی نه شتون او د ښځينه مرستندويه کارکوونکو تهديد کول شامل دي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همږغۍ دفتر اندېښنه څرګنده کړې ده چي پورته ذکر سويو محدوديتونو پر بشري عملیاتو منفي اغېزه کړې ده او په ځينو مواردو کي يې د پر موقع مرستو رسولو مخه نيولې ده.

د دې راپور له مخي، په اکتوبر مياشت کي د بشردوستانه بنسټونو کارکوونکو ته د ګواښ دوې قضيې او د يوه د لنډمهاله توقيف قضيه ثبت سوې ده.

اوچا زياته کړې ده چي د طالب چارواکو دوامداره لاسوهنه، پر ښځو د هغوی دوامداره محدويتونه او امنيتي ګواښونو د هغوی له پاره يو محدود چاپيريال رامنځته کړی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب