1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کښي نظامي الوتکه لويدلې ده

۱۳۸۷ خرداد ۱۷, جمعه

په کندهار کښي د یوې نظامي الوتکی د لويدو له کبله د ناټو دوه عسکره ...

په افغانستان کښي د ناټو عسکر
په افغانستان کښي د ناټو عسکرانځور: AP

وژل سوي دي . لکه څنګه چه ناټو نن خبر ورکی ، دغه هليکوپتر د عادي الوتنی په حالت کي وه ، چه دغه پيښه رامنځته سوه . خو د وژل سوو عسکرو د هويت په باب دوی څه و نه ويل . په کندهار کښي خاصتآ امريکايي عسکر ځای پر ځای دي .

د بلي خوا په نيمروز کښي د يوه ځان وژونکي بريد په نتيجه کښي يو هندی امنيتي کار کونکی وژل سوی دی . د هندوستان د خاجه چارو وزارت پرون شپه اعلام وکی ، چه درې نفره نور هنديان هغه وخت زخميان سول ، کله چه بريد کونکي د سړک د جوړولو پر وخت ځان هوا ته والوزاوه .

هندوستان په افغانستان کښي سړکان او نور عام المنفعه کارونه سرته رسوي ، او په سلهاوو هندوستانيان په افغانستان کښي کار کوي . په تير اپريل کښي هم دوه هندي انجينران په يوه چاودنه کښي وژل سوي وه .

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب