1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې۱۵۰۰ امریکایي عسکر او ملکي پرسونل قرنطین شول

۱۳۹۹ فروردین ۱, جمعه

د امريکا پوځ د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه د یوه احتیاطي اقدام په ترڅ کې ۱۵۰۰ عسکر او ملکي پرسونل چې تازه له نورو موقعیتونو افغانستان ته رسیدلي، قرنطین کړي دي. همداشان افغانستان ته د نوو عسکرو لیږل ځنډول شوي.

Afghanistan US-Truppen
انځور: picture-alliance/Getty Images/T. Watkins

د متحده ایالاتو پوځ پریکړه کړې ده چې افغانستان ته د نویو سرتیرو استول ودرول شي او هغه عسکر چې لا ترمخه په دغه هیواد کې مستقر دي دنده یې وغځول شي، څو د دغو ځواکونو ماموریت پرمخ یوړل شي.

دغه پریکړه په یوه داسې وخت کې کیږي چې متحده ایالاتو له طالبانو سره تیره میاشت د لاسلیک شوي توافق له مخې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمیر په کمولو پیل کړی دی.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر، ویلي دي چې عسکر او ملکي کسان چې نوي افغانستان ته رارسیدلي دي، د معاینه کیدو له پړاوه تیریږي.

د هغه په خبره ۱۵۰۰ عسکر، ملکي کارکوونکي او قراردادیان چې په تیره اوونۍ کې له مختلفو هیوادونو افغانستان ته رسیدلي، په ازمایښتي تأسیساتو کې دي.

انځور: Reuters/J. Drake

د میلر په خبره دغه سرتیري او کارکوونکي چې یا تازه د افغانستان ماموریت ته استول شوي او یا دا چې له رخصتۍ وروسته بیرته هیواد ته ستانه شوي «د ناروغتیا په خاطر نه بلکې د ډیر احتیاط له مخې» قرنطین شوي دي.

هغه زیاته کړې ده چې د متحده ایالاتو په مشرۍ ائتلاف همداشان مهم پرسونل او  اډو ته لاس رسی محدودوي.

 د دغه امریکایي جنرال په وینا په افغانستان کې تر اوسه د نړیوالو ځواکونو ۲۱ سرتیري انفلوانزا ته ورته علایم لري، چې قرنطین شوي دي او تر درملنې لاندې دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل