د دغه رپوټ له مخې یوازې په تیره اوونۍ کې د افغانستان د شمالي ولایت تخار په درو ولسوالیو کې د جګړو له کبله ۲۸۴۰۰ انسانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر په رپوټ کې راغلي دي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۲ ولایتونو کې خلک بې ځایه شوي دي. د رپوټ له مخې په دغه ډله کې۵۷ سلنه هغه کسان دي چې عمرونه یې تر اتلسو کلونو کښته دي. د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې د پوځي سرچینو له قوله لیکلي دي چې طالبان شا او خوا د ۱۴ ولسوالیو کنترول په لاس کې لري او د نورو ۳۰ سلنې پر سر جګړه روانه ده.
د رپوټ له مخې په تیره اوونۍ کې لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان د غزني او پکتیکا له ولایتونو بې ځایه شوي دي. په رپوټ کې وړاندې راغلي دي چې په کونړ ولایت کې هم په تازه وختونو کې ۱۰۰۰ تنه له خپلو ټاټوبو خوندي سیمو ته کوچیدلي دي.
ملګرو ملتونو د تیر میلادي کال تر اکتوبر میاشتې پورې د افغانستان دننه ۳۲۵ زره بې ځایه شوي کسان راجستر کړي، او په ټول ۲۰۱۷م کال کې دغه شمیر شا او خوا ۴۵۰ زرو تنو ته رسید.
د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د رپوټ په حواله د جګړو له کبله د داخلي بې ځایه شوو کسانو تر څنګ په ځانګړې توګه د افغانستان په لویدیځ کې ۲۱۶ زره نور انسانان د سختې وچکالۍ له کبله له خپلو ټاټوبو څخه بې ځایه شوي دي.
زموږ له آرشیف څخه:
هغه هیوادونه چې ډیر داخلي بې ځایه شوي لري
په ټوله نړۍ کې د شخړو، زورزیاتیو او بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو له امله په تيرو څو کلونو کې ۴۰،۳ میلیونه انسانان په خپلو هیوادونو کې بې ځایه شوي دي. انځور: DW/S.Tanha کولمبیا د نږدې ۷،۵ میلیونو داخلي بې ځایه شویو کسانو په لرلو سره په نړۍ کې لومړی هیواد دی چې ډیر داخلي بې ځایه شوي لري.
انځور: UN Photo/Mark Garten سوریه هم په دې وروستیو کې د جګړو له امله نږدې د ۶ نیم میلیونه داخلي بې ځایه شویو کسانو په لرلو سره دوهم مقام لري.
انځور: Reuters/O. Orsal عراق هم د ناامنیو او جګړو له امله ۳،۶ میلیونه داخلي بې ځایه شوي لري او په دریم مقام کې دی.
انځور: Getty Images/AFP/D. Souleiman د افریقا په لویه وچه کې د کانګو جمهوریت هم شاوخوا ۲،۲ میلیونه داخلي بې ځایه شوي لري او په څلورم مقام کې دی.
انځور: Getty Images/AFP/J. D. Kannah سوډان هم د شاوخوا ۲،۲ میلیونو داخلي بې ځايه شوو کسانو په لرلو سره پنځم مقام خپل کړی دی.
انځور: Getty Images/AFP/A.-G. Farran نایجیریا هم د ۲،۲ میلیونو داخلي بې ځایه شوو کسانو په لرلو سره په شپږم مقام کې دی.
انځور: imago/epd/A. Staeritz یمن هم د جګړو له امله شاوخوا ۲ میلیونه داخلي بې ځایه شوي لري.
انځور: picture-alliance/Photoshot/M. Mohammed جنوبي سوډان هم د شاوخوا ۱،۸ میلیونه داخلي بې ځایه شوو کسانو په لرلو سره په اتم ځای کې دی.
انځور: picture alliance/ZUMA Press/M. Juarez Lugo اوکراین هم د ۱،۸ میلیونه داخلي بې ځایه شوو کسانو په لرلو سره په نړۍ نهم ځای لري.
انځور: Andrey Kronberg/AFP/Getty Images افغانستان هم له بده مرغه د جګړو او نا امنیو له امله شاوخوا ۱،۷ میلیونه داخلي بې ځایه کسان لري او د نړۍ په کچه لسم هیواد دی چې ډیر داخلي بې ځایه شوي کسان لري. دغه معلومات د مهاجرینو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) را ټول کړي.
انځور: DW/S.Tanha