1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر پرانیستل شو

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ آبان ۲۳, دوشنبه

د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په کابل کې خپل دفتر پرانیستی دی. د دغه دفتر د پرانیستې په مراسمو کې یو شمېر کورنیو او بهرنیو ډيپلوماټانو ګډون کړی وو. د دغه دفتر پرانيستل څه اهميت لري؟

د اسلامي همکاریو سازمان
د اسلامي همکاریو سازمان انځور: Yasser Al-Zayyat/AFP/Getty Images

د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت وويل چې په کابل کې د دغه سازمان دفتر خلاصول د ټولګډونه تعامل لپاره اړین وو.

نوموړي په خپلو کې وويل: «په کابل کې اسلامي همکاریو سازمان یو فعال ماموریت د ټولګډونه تعامل لپاره جدي اړتیا وه. دغه سازمان تیار دی، چې د بشري خدمتونو په وړاندې کولو او پراختیا کې اغېزناک رول ولري.»

په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمن ټاکل شوي سفیر محمد سعید العیاش وویل، چې په افغانستان کې د دغه سازمان  دفتر د سعودي عربستان په مالي همکارۍ پرانستل شو.

العیاش وایي، دوی به د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي: «د دې دفتر د پرانيستو موخه داده چې وکولای شو د افغانستان له خلکو سره په بشري، ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې مرسته وکړو، څرنګه چې موږ او تاسې ټول د دې حالت څخه خبر یو.»

اړوند مطلب: هندي چارواکي له طالبانو سره د خبرو له پاره کابل ته تللي

د طالبانو ادارې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر پرانیستل کیدو هر کلی کړی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دغه غونډې ته وویل، چې د اسلامي همکاریو سازمان فعالیدل به د افغانستان او اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړیکو په رغولو کې مهم رول ولري.

د ۲۰۲۱ د دسمبر ۱۹ مه په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د بهرنيو چارو وزيرانو شورا غونډه.انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

متقي هیله من دی، چې د دغه دفتر فعالیت به په افغانستان کې په سیاسي ډګر کې اغېزناک وي: «موږ باور لرو، چې د دې دفتر رول به د بشري مرستو سره څنګ کې په سیاسي ډګر کې هم ډېر پراخ وي او په اقتصادي برخه کې به هم ښه رول ولري. افغانستان کې یو ښه فرصت رامنځته شوی دی، چې اسلامي هېوادونه دلته سرمایه ګذاري وکړي.

د او آې سي د دفتر پرانيستل څه اهميت لري؟

یو شمېر افغان کارپوهان وايي، چې په تېر یو نیم کال کې د طالبانو د غوره ديپلوماسۍ نه شتون د دې لامل شوی، چې له نړۍ سره یې اړیکې ترینګلې وې او د سیمې د هېوادونو په ګډون د نړۍ هیڅ هېواد یې رژيم تر اوسه په رسميت نه دی پيژندلی.

اړوند مطلب: «په امريکا کې د افغانستان ديپلوماتيکي نمايندګۍ تړل کيږي»

د کابل پوهنتون استاد پوهاند ودير صافي دویچه ویله ته وویل چې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان فعالیت پیلیدل، د اهمیت وړ دي او ممکنه ده، چې د دغه سازمان له لارې طالبان له نړۍ سره ډيپلوماتیکې اړیکې ښې کړي، خو په وینا یې دا هغه وخت ممکنه ده، چې طالبان خپل دریځ بدل کړي.

هغه وویل: « دا د سولې تامین لپاره او دوی ( طالبانو)  سره د نړیوالو اړیکو، سیاسي، اقتصادي مرستو کې د اهمیت وړ دی. ممکن دوی نړۍ ته قناعت ورکړي، چې طالبان په رسمیت وپیژني او ډیپلوماټیکې اړیکې یې پراخې شي. خو طالبان باید ځانونه د مذاکراتو له لارې دې ته تیار کړي، چې نړیوال قوانین، بشري حقوقه او نور مسایل چې د دوی پر ضد کارول کیږي، حل کړي.»

امير خان متقي د ۲۰۲۱ دسمبر ۱۹ مه په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا په غونډه کې ګډون کړی و.انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

ودیر صافی دغه راز پر طالبانو ټینګار کوي چې که غواړي چې د اسلامي هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي، نو باید په افغانستان کې ټولګډونه تعامل ته غاړه کیږدي.

صافي زیاته کړه: « که دوی (طالبان)  په افغانستان کې سولې او امنیت لپاره ټولو هغو خلکو ته چې دلته ژوند کوي، ځای ورکړي او هر څوګ په راتلونکي نظام کې ځان وګوري، بې له ژبني، قومي او سمتي تعصب څخه او دا ټول د اسلامي اصولو له مخې یو شي، نو کیدای شي نو ډېر موثر تمام شي.»

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان (OIC) د ملګروملتونوله سازمان وروسته دویم ستر نړېوال سازمان بلل کیږي، چې په ۱۹۶۹ کال کې رامنځته شوی او ۵۷ اسلامي هېوادونه یې غړیتوب لري.

اړوند مطلب: طالبان: ماسکو کي د افغانستان سفارت زموږ استازي ته سپارل کيږي

د دې سازمان هدف د اسلامي هېوادونو ترمنځ  همکارۍ او غړیو هېوادونو ته د ورپېښو ګډو ګواښونو پر وړاندې مبارزه ده.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو د کابو یو نیم کال په تېریدو لا هم د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ مې وروسته د لویدیځو هېوادونو ترڅنګ ډيری اسلامي هېوادونو هم په افغانستان کې سفارتونه تړلي او یا یې خپل ډيپلوماټیک ماموریتونه ځنډولې دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب