په افغانستان کې د امیدوارو ښځو مړینه تر اټکل زياته ده
۱۳۹۵ بهمن ۱۲, سهشنبه
ګاردین ورځپانه ليکي چې په افغانستان کې د امیدوارو ښځو مړینه ښايي تر هغه ډېره وي چې تر دې مخکې ویل شوي. نه خپاره شوي رپوټونه ښيي چې دغه شمیر تر هغه چې ویل شوي دوه واري زيات دی.
اعلان
له ډیر وخت راهیسې افغانستان د روغتیایي خدمتونو د نه شتون په سبب د امیدوارو ښځو له پاره یو ډیر خطرناکه هیواد بلل کيږي. خو له ۲۰۰۱م کال راهیسې د نړیوالو مرستو په مټ، مرستندویه سازمانونو په خپلو روپوټونو کې ويلي دي چې د امیدوارو ښځو مړینه د کمښت په حال کې ده.
د دوی د شمېرو له مخي له ۲۰۱۰ کال راهیسې له هرو ۱۰۰۰۰۰ امیدوارو ښځو څخه یوازي ۳۲۷ تنو یې د ماشوم د زېږېدو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۲م کال کې بیا دغه شمیر د هرو ۱۰۰۰۰۰ امیدوارو ښځو په منځ کې ۱۶۰۰ وو.
که څه هم نړیوال سازمانونه دا یوه بریا بولي او په کنفرانسونو کې په وياړ د هغه يادونه کوي، خو داسې ښکاري چې د هغو مندو شمیر چې خپل ژوند يې له لاسه ورکړی، ښايي تر دې ډیر لوړ وي.
د ګاردین ورځپاڼي د افغان حکومت د یوې څیړنې په حواله چې تر اوسه پورې نه ده خپره شوې، لیکلي دي چې په حقیقت کې له هرو ۱۰۰۰۰۰ امیندوارو ښځو څخه د ۸۰۰ او ۱۲۰۰ تنو تر منځ یې خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا تر دې مخکي وړاندې شويو شمیرو له مخي دوه برابره لوړ رقم دی.
که دغه شمیرې دقیقې وي نو دا په دې معنی ده چې د نړیوالې ټولنې تر ۱۵ کلنې مرستې وروسته هم افغانې امیدواري میرمنې د سومالیا او چاد هیوادونو په اندازه خپل ژوند له لاسه ورکوي. په دې سره به نو یوازې د سویلي سودان د امیدوارو میرمنو د مړینې شمیر تر افغانستان لوړ وي.
۳۵ کلني پري گلي خپل دواړه لاسونه پر افغانستان باندي د شوري اتحاد د يرغل پرمهال له لاسه ورکړي دي. هغه اوس څلور اولاده لري او يوه له هغو افغانو ښځو څخه ده چي په جنگ کي معيوبه سوې ده.
انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images
پري گله وايي چي اووه کلنه چي په کور کي ئې يو توغندی ولگېد او دواړه لاسونه ئې قطع سول. هغه اوس بې لاسو مور ده، خو زړه ئې د خپلو اولادونو له پاره لکه د نورو مېندو په شان تپيږي. هغه درې لوڼي او يو زوی لري. مشر اولاد ئې ۱۲ کلن او کوچنی ئې دوه نيم کلن دئ.
انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images
پري گله د خپل کور ټول کار په پښو سره کوي. هغه وايي اولادونه ئې د مور د معيوبيت په خاطر تر دې ډېر رنځ وړي. خو اولادونه ئې ورته وايي چي راغټ سي بيا نو د مور خدمت وکړي.
انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images
که څه هم پري گله ځوانه ده، خو د هغې د مخ هره گنجه له ورايه وايي چي پر هغې باندي څومره تکاليف تير سوي دي. د پري گلي او د هغې د مېړه مياشتنی عايد دومره لا نه دئ چي د کور د کرايې ئې سي. دا وايي پر ځان باندي هر څومره تکليف راوړي خو اولادونه له زده کړو نه بې برخي کوي.
انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images
پري گله په پښو د ښځو دسکولونه رغوي او د هرات د ښځو په بازار کي ئې پلوري. هغه وايي: «تر دې مخه د دغو دسکولو بازار ښه وو، خو اوس ئې څوک نه رانيسي.» هغه په دوو ورځو کي يو دسکول اودي او په هر يوه کي له ۲۰ څخه تر ۵۰ پوري گټه کوي.
انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images
پري گله او د هغې کورنۍ د هرات په يوه فقير مېشته برخه کي ژوند کوي او د مياشتي ۳۵۰۰ افغانی د يوه خامه کور کرايه ورکوي. د هغې مېړه په کوڅو کي د محلي تنظيف په توگه کار کوي او خلک ډېري لږ پيسي ورکوي. دا وايي چي مېړه ئې د کور په کارونو کي مرسته ورسره کوي.
انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images
پر دغو ټولو سختيو سربيره پري گله وايي: «تر ټولو ډېر مي هغه څه زهيروي چي له افغانستان سره د ښځو په برخه کي ډيري مرستي وسوې خو زما او زما د اولادو په ژوند کي هيڅ ښه والی رانه غلی.» هغه وايي چي خپله مېړانه به همداسي وساتي او افغاني مېرمني بايد تلاښ وکړي او خپل توان وښيي.