1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د مطبوعاتو آزاديآسیا

په افغانستان کې د انترنت پر قطع کیدو انتقادونه زیات سوي

۱۴۰۴ شهریور ۲۷, پنجشنبه

په افغانستان کې د نوري فایبر د خدماتو قطع کیدل د پراخیدو په حال کې دي او سیمه ایزې رسنۍ وايي چې تر اوسه پورې دغه ډول قطع کیدل شاوخوا ۱۰ ولایتونو ته پراخ سوي دي. د طالبانو دغې پریکړې ډیر انتقادونه راپارولي دي.

آرشیف: د افغانستان په شمال مزار شریف کې کې یوه انترنت کافي
په افغانستان کې د انترنت پر قطع کیدو انتقادونه زیات سويانځور: DW

د نت بلاکس (NetBlocks) سازمان چې په ټوله نړۍ کې، انترنټ ته پر لاس رسي باندې څارنه کوي، په افغانستان کې له انترنټ سره د وصل کیدو له کمښت څخه خبر ورکړی دی.

دغه خپلواک او غیر انتفاعي سازمان د ایکس په شبکه کې د یوه پوست د خپرولو له لارې ویلي دي چې د ارقامو له مخې په افغانستان کې له انترنټ سره د وصل کیدو کمښت لیدل کیږي او د هیواد ځیني برخې اوس آفلاین  سوي دي.

د نوري فایبر انترنټ قطع کیدل د افغانستان په شمال کې د بلخ له ولایت څخه پیل سول او په دغه ولایت کې د طالبانو ویاند ویلي دي چې دغه تصمیم د طالبانو د مشر ملا هیبت الله آخوند زاده په امر او له «منکراتو» څخه د مخنیوي له پاره نیول سوی دی.

د طالبانو اصلي ویاندانو او لوړپوړو چارواکو تر اوسه په دې اړه اصلاً څرگندونې نه دي کړي.

د طالبانو پر دغه تصمیم د خلیل زاد انتقاد

زلمي خلیل زاد، هغه څوک چې په ۲۰۲۰م کال کې یې د امریکا د استازي په توگه له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ، د طالبانو دغه پریکړه «تیروتنه» او «غیرعاقلانه» بللې ده.

نوموړي د ایکس په شبکه کې په یوه پوست کې د طالبانو د محلي مقاماتو هغو څرگندونو ته په شارې سره چې دغه تصمیم د طالبانو د رهبر په امر له «منکراتو» څخه د مخنیوي له پاره نیول سوی دی، وویل: «د کندهار مشرتابه په کوم اساس دا اټکل کوي چې د بلخ ښه مسلمانان له انترنټ څخه د پورنوگرافۍ له پاره کار اخلي؟»

اړوند:

پاکستان کې د انټرنټ سرعت کمیدل څرنګه د خلکو ژوند اغیزمنوي؟

02:22

This browser does not support the video element.

خلیل زاد چې د منتقدینو له خوا د طالبانو پر وړاندې په نرم دریځ تورن دی، همدارنگه ویلي دي:«که واقعاً پورنوگرافي د دغو اندیښنو اصلي علت وي، سړی کولای سي لکه نور اسلامي هیوادونه هغه په آسانۍ سره فلتر کړي. د اسلامي نړۍ ډېر هیوادونه دقیقاً همدا کار کوي.»

د خلیل زاد په خبره «دغه تصمیم نه یوازي د نوموړي ولایت اقتصاد ته زیان رسوي، بلکي د هیواد (افغانستان) ټول لیرلید به زیانمن کړي. دغه پریکړه پانگونه او پراختیا کمزورې کوي. د دغه تصمیم توجیه بې معنی او توهین آمیزه ده.»

د رپوټونو له مخې په وروستیو دریو ورځو کې  د نوري فایبر خدمات په لږترلږه اتو ولایتونو بلخ، کندهار، هلمند، زابل، روزگان، کندز، تخار او بدخشان کې قطع سوي دي.

د «ملي مقاومت جبهې» ویاند علی میثم نظری، لیکلي دي چې د طالبانو ادارې پس له څلورو کلونو پریکړه کړې چې انترنت ته د لاس رسي په بندیز سره به له بهرنۍ نړۍ سره د افغانستان د خلکو اړیکه قطع کړي. هغه زیاته کړې ده: «د طالبانو له خوا د ترور او ظلم د دوران تحمیل کیدل باید» د نړیوالې ټولنې له خوا ونه زغمل سي.

د نوري فایبر د خدماتو د بیا فعالیدو غوښتنه

له خبریالانو څخه د ملاتړ کمیټې هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د طالبانو له خوا د انترنت قطع کیدل، «د سانسور بې ساری زیاتوالی» وباله. دغې کمیټې له طالب چارواکو څخه وغوښتل چې د نوري فایبر انترنټ بیرته وصل کړي.

له خبریالانو څخه د ملاتړ ادارې د آسیا د برخې هم ږغي کوونکي بیه لی یی، وویل: «د تیز انترنټ بندیز د سانسورولو بې ساری زیاتوالی دی چې د خبریالانو کار او معلوماتو ته د خلکو د لاس رسي حق کمزوری کوي.»

لي یی زیاتوي: «طالبان باید د خپل ظلم لړۍ پای ته ورسوي او پرته له کوم قید اوشرطه انټرنیټ ته لاسرسی چې خبرونو ته د لاسرسي له پاره یوه ضروري وسیله ده. بیرته برقراره کړي.»

د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ او په افغانستان کې د آزادو رسنیو وضعیت

04:11

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل