1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د انساني قاچاق له زیاتوالي اندېښنې

۱۴۰۲ مهر ۱۸, سه‌شنبه

له انساني قاچاق سره د مبارزې فعالان وایې انساني قاچاق په نړۍ کې د وسلو او نشه یي توکو وروسته دریمه غیر قانوني سوداګري ده، چې په افغانستان کې یې عاملین او قربانیان زیات شوي. آیا رسنۍ کولای شي لازم عامه پوهاوی وکړي

Serbien Flüchtlinge versuchen nach Bosnien und Herzegowina zu gelangen
انځور: Jelena Djukic Pejic/DW

په افغانستان کې «له انساني قاچاق سره د مبارزې ملي شبکه» په تیرو دوو کلونو کې د انساني قاچاق زیاتوالی د اندېښنې وړ ګڼي. له انساني قاچاق سره د مبارزې ملي شبکې مشر شعیب ناصري وایې: «د انساني قاچاق ګراف لوړوالی سیمه ایز او نړیوال اړخونه لري. اړتیا ده چې په نړیواله کچه د دې پدیدې د مخنیوي له پاره کار وشي او د انساني قاچاق بانډونه له منخه یوړل شي.»

په افغانستان کې د کلونو بې وزلیو، جګړو او خراب اقتصادي وضعیت له کبله، ناقانونه مهاجرتونه تل شوي دي چې له کبله یې ډېرو افغانانو خپل ژوند هم لاسه ورکړی دی. په افغانستان کې د تیر جمهوري نظام تر سقوط وروسته، دغه هيواد یو ځل بیا د ګڼ شمیر مهاجرتونو شاهد شو.

له انساني قاچاق سره مبارزه

له انساني قاچاق سره د مبارزې ملي شبکې مشر شعیب ناصري زیاتوي: »په افغانسان کې د ځوانانو له پاره تعلیمي پروګرامونو برابرول، دیني عالمان، رسنۍ او مدني ټولنه د عامه پوهاوي ښې سرچینې دي او باید د انساني قاچاق د مخنیوي مخکښه شي..

نوموړي دویچه ویله ته وویل د انساني قاچاق پر ضد مبارزه کې د نړیوالومرستندویه سازمانونو مالي ملاتړ، د حکومتي ادارو همکاري او د انساني قاچاق مجرمینو محاکمه کول مهم ګامونه دي.

له انساني قاچاق سره د مبارزې شبکې مسوول په وینا: «اجباري کار، اجباري ودونه، په بدو کې د ښځو ورکړه، روحي ګواښل، جنسي استفاده، د انسان بدن د غړو پرې کول، انسان تښتونه، بچه بازي، د یو شخص د اقتصادي مجبوریت له مخې د غیرې اخلاقي انځورونو او فلم نشرول اوغیر قانوني فعالیتونو له پاره د یو کس مجبورول د انساني قاچاق له ډولونو ګڼل کیږي.»

له انساني قاچاق سره د مبارزې فعالان وایې انساني قاچاق په نړۍ کې د وسلو او نشه یي توکو وروسته دریم غیر قانوني تجارت دی.انځور: Jelena Djukic Pejic/DW

په ورته وخت کې اروپا ته په ناقانونه او قاچاقي لارو تللي افغانان په دې اړه جلا جلا نظرونه لري. نجیب عابد چې د قاچاقبرانو په فریب سره د اروپا غیرقانونې تګ ته هڅول شوی و، د خپل ستړي او له خطر ډک سفر کیسه کوي: «پر قاچاقي لارو تګ ځان له مرګ سره مخامخ کول دي. موږ ښه پوهېدو چې په یو متر واوره کې د څو شپو مزل زموږ د مرګ سبب کیدلای شي. خو د انسان مجبوري او ضرورتونه کله کله دومره زیات شي چې دا هر څه په ځان قبلوي.»

عابد د ګواښونو ډک دغه سفر ته د زړه ښه کولو یو لامل خلکو ته په خبرو کې د قاچاقبرانو مبالغه ګڼي: «موږ د اروپايي هيوادونو د ژوند د اسانتیاوو کیسې اورېدلي، خو د لارې سختۍ مو نه دي ليدلي. ډېر وخت قاچاقبران خلکو ته درواغ وايي او دا لارې ورته ډېرې اسانه ښيي. موږ ته به یې هم ویل چې لارې اسانه دي او ټوله دوه ساعته لاره ده، خو کله چې به مو حرکت وکړ یو شپه او ورځ مزل به وو.»

په افغانستان کې د اروپايي هيوادونو په اړه خلکو ته غلط ذهنیت ورکړل شوی دی. په افغانستان کې خلک فکر کوي چې هلته هرڅه ګل او ګلزار دي او لارې ډېرې اسانې دي، خو په حقیقت کې داسې نه ده. نوموړی د انساني قاچاق په اړه د عامه پوهاوي او ذهنیت سازۍ په برخه کې د رسنیو رول مهم ګڼي او وايي: «د انسان قاچاق کوونکو د ناقانونه کړنو او درغلۍ افشا کولو په تړاو رسنۍ اساسي نقش لري؛ چې خلکو ته د قاچاقبرانو واقعي تصویر او ناسم چلند واضح کړي، د لارې سختۍ ورته بیان کړي او له هر څه یې خبر کړي.»

د کابل یو نهه ویشت کلن انجنیر چې په قاچاقي لارو اروپا ته تللی او نه غواړي نوم یې د ځینو ستونزو له امله خپور شي دویچه ویله ته داسې وايي: »په قاچاقي لارو تګ مرګ ته غاړه ورکول دي، دغه مسیر هيڅ د تګ له پاره مناسب نه دی، باید هیڅوک دغو لارو ته زړه ښه نه کړي تر هغې چې له طالب څخه په امن وي، او په دغو لارو تګ ځانته پخپلو پېسو د مرګ اخېستل دي.»

له ترکيې څخه د افغان کډوالو ویستل او د قاچاقي لارو ننګونې

04:46

This browser does not support the video element.

دغه افغان انجنیر چې شاوخوا ۴ کاله یې په افغانستان کی له بېلابېلو موسسو سره کار کړی دی، د خپل سفر او په مسافرۍ کې له اوسني ژونده ډېر خوښ نه دی: «اوس په بلجیم کې يم ښه ژوند لرم، دولت يې ماته هرڅه راکوي، خو هيڅکله د وطن سکون نشي راکولی. د بلجیم دولت او خلک موږ ته هرڅه راکوي، خو د وطن په څير سکون نشته، پر دغو لارو تر ټولو وحشي چلند د ترکيې او ايران د پولیسو دی چې د طالبانو د شکنجنې او چلند سره توپير نه لري.»

له دې سره د طالبانو د عدليې او کورنیو چارو وزارتونو مسوولین وایې، له انساني قاچاق سره جدي مبارزې هوډ لري او ادعا کوي چې په وروستیو کې اختطاف کوونکي او انساني قاچاقبران مجازات شوي دي.

په عین حال کې څه موده وړاندې په ژنيف کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر دې ټينګار درلود چي زيات مهاجر، پناه غوښتونکي او له خپلو سيمو شړل سوي انسانان د انساني قاچاق په ترڅ کي د تاوتريخوالي، اختطاف او نورو جرايمو قرباني کيږي. د دغو کارپوهانو په آند ياد خطرونه هغه وخت هم زياتيږي چي د بيا آبادونې امکانات محدوده وي او د کورنيو د الحاق او په مجموع کي د مهاجرت پر وړاندي سياست سخت وي.

د مهاجرت او د انساني قاچاق د مخنیوي د برخې کارپوهانو نيوکه کوي چې په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په وسله والو جګړو کي د ماشومانو او مېرمنو د قاچاق شتون تائيدوي، خو په وينا يې د دغو جرايمو تر سره کوونکو تعقيب او د مخنيوي هڅې لا هم په نړیواله کچه محدودې پاته دي.

له یوې خوا بې وزلي، فقر او محرومیت، او له بلې خوا یوې ښې راتلونکي ته امیدواري د دې سبب کیږي چې هر کال په میلیونونو انسانان د قاچاقبرانو په دام کې بند پاتې شي. سربیره پر دې ډیر جنایتکاره بانډونه د ماشومانو په تښتونه لاس پورې کوي او دغه ماشومان بیا په نورو هیوادونو کې خرڅوي.

 

انځور: DW Akademie
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب