یو شمیر هیوادونه افغانستان کې د بهرنیو حضور سره مخالف دي
۱۴۰۴ مهر ۴, جمعه
د امریکا متحده ایالاتو په نیویارک کې د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان اوسنی وضعیت وڅېړه. د یادو هیوادونو له لوري په خپره شوې ګډه اعلامیه کې کې ویل شوي چې دوی د افغانستان د شتمنیو د خلاصون او د یو اړخیزو بندیزونو د ژر تر ژره لیرې کېدو غوښتنه وکړه.
په اعلامیه کې راغلي: «څلورو هېوادونه په دې ټینګار وکړ چې د ناټو غړي هېوادونه افغانستان کې د اوسني وضعیت مسوول دي او باید د طالبانو د چارواکو پر ضد بندیزونه لیرې کړي څو د افغانستان اقتصادي وضعیت د ښه کېدو زمینه برابره شي.»
اعلامیې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي غوښتنه وکړه او د هغو هېوادونو له خوا چې د «اوسني وضعیت مسوول» ګڼل شوي، د افغانستان دننه او بهر د پوځي اډو له جوړېدو سره یې «سخت مخالفت» څرګند کړ.
که څه هم په اعلامیه کې د کوم ځانګړي هېواد نوم نه دی اخیستل شوی، خو داسې ښکاري چې دا د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته غبرګون دی، داسې څرګندونې چې د بګرام پوځي اډې د بېرته اخیستلو په هکله یې کړې وې.
د ترهګریزو ډلو د فعالیت اندیښه
یادو څلورو هېوادونو د افغانستان دننه د ترهګرو ډلو د فعالیتونو له امله خپلې امنیتي اندېښنې شریکې کړې. دغو هیوادونو یادونه وکړه چې د داعش خراسان څانګه، القاعده، د ترکستان ختیځ اسلامي حرکت، تحریک طالبان پاکستان، جیش العدل، د بلوچستان ازادي غوښتونکی پوځ او نورې ډلې چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، د سیمې او نړۍ له پاره جدي ګواښونه دي.
په عین حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې جلا اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «ګډونوالو د افغانستان اوسنی وضعیت وڅېړه او ټینګار یې وکړ چې افغانستان دې د یو خپلواک، سوله ییز، له ترهګرۍ، جګړې او مخدره موادو څخه پاک هېواد په توګه وده او پرمختګ وکړي.»
د ټول شموله حکومت پر جوړښت ټینګار
په خپره شوې اعلامیه کې پر دې هم ټینګار شوی چې په افغانستان کې باید یو ټول ګډونه حکومت رامنځته شي چې د ټولنې د ټولو قشرونو غوښتنې او هیلې پکې نغښتې وي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پر دې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید له کابل سره رغنده او عملي تعامل زیات کړي څو د افغانستان حکومت ولي او سیمه ییزه او نړیواله ثبات لا پسې پیاوړی شي.
دغو څلورو هېوادونو پر دې هم ټینګار وکړ چې د افغانستان له پاره بشري مرستې باید دوام وکړي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د افغانستان د خلکو له پاره لا زیاتې بیړنۍ مرستې برابرې کړي.
له دغو څلورو هېوادونو یوازې روسیې د طالبانو اداره د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت پېژندلې، خو پاتې درې نور بیا د طالبانو له ادارې سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.