په افغانستان کې د ترهگرۍ له خطر څخه د جي ۷+ د استازو اندېښنې
۱۴۰۴ مهر ۱۰, پنجشنبه
د «جي ۷ پلاس»یا د یو شمیر نورو هیوادونو په گډون د ۷ ډلې په نوم د استازو دغه غونډه د سپټمبر پر ۲۹ او ۳۰ مه په لندن کې جوړه سوه او د هغې نهايي اعلامیه د بریتانيا او آسترالیا د بهرنیو چارو وزارتونو له خوا د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر پر اوله خپره سوه.
د دغې اعلامیې له مخې، د افغانستان له پاره ځانگړو استازو او له آسترالیا، کاناډا، ډنمارک،اروپايي ټولنې، فرانسې، آلمان، ایټالیا، جاپان، جنوبي کوریا، ناروې، سویس، ترکیې، بریتانيا او امریکا متحده ایالاتو استازو حضوردرلود.
د یوناما مسؤل او په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د مرسته رسولو د اوسني هیئت مسؤل جورجت گانیون، هم نوموړې غونډې ته د افغانستان د وضعیت په هکله رپوټ ورکړی دی.
د نوموړې غونډې گډون کوونکو د افغانستان په هکله د ملگرو ملتونو سازمان د امنیت شورا پریکړه لیک ته په اشارې سره، یو وار بیا له بشري، اقتصادي او سیاسي ننگونو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د خلکو پر ملاتړ ټینگار وکړ او د نړیوال تعامل پر اهمیت او زیانمنونکو افغانانو ته د دغو مرستو له رسولو څخه پراطمنیان ټینگار وکړ.
د ترهگرۍ د گواښ او طالبانو د بندیزونو په هکله اندېښنې
په دغه اعلامیه کې راغلي دي: "نوموړې ډلې د ترهگرۍد دوامداره گواښ او له افغانستان څخه د پولې هاخوا مهاجرت د امنیتي ننګونو په اړه اندېښنه څرگنده کړه."
د دغې اعلامیې له مخې، د نوموړو هیوادونو استازو په دغه مسأله کې د سیمو د هیوادونو نقش مهم وباله او د ترهگرۍ پر ضد مبارزې په برخه کې د همکارۍ او د افغانستان له خاورې څخه د رامنځته کېدونکي ترهګرۍ له گواښ څخه د ټولو د ساتنې له پاره د نورو اقداماتو په اړه بحث وکړ.
اړوند:د ملگرو ملتونو کارپوهان: ترهګرې ډلې په افغانستان کې آزاد فعالیت لري
په اعلامیه کې ویل سوي دي چې دغو ټولو استازو د افغانانو، په ځانگړې توگه د افغان ښځو او نجونو د اساسي بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د دوامداره انکار په اړه ژوره اندېښنه څرگنده کړه. هغوی د طالبانو له خوا د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونو د مراعات کولو پر اړتیا ټینگار وکړ.
زلزله ځپلو ته د مرستو پر رسولو ټینگار
په اعلامیه کې راغلي دي چې بشري بحران، لکه د افغانستان په ختیځ کې د سپټمبر میاشتې ویجاړوونکې زلزله، له گاونډیو هیوادونو څخه د افغانانو اخراج او له ژمي مخکې د سرچینو چمتو کولو ته د بیړنۍ اړتیا موضوعگانې تر بحث لاندې ونیول سوې.
په دغه غونډه کې ټینگار وسو چې جامع او ټولشموله حکومت د افغانستان د واقعي بریالیتوب له پاره ضروري دی.
د دغو هیوادونو ځانگړو استازو همدارنگه دې خبري ته اشاره کړې چې طالبان باید له نړیوالې ټولنې سره په رغنده او ښه نیت سره، د تعامل چمتووالی څرگند کړي.