1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

تور فنګس؛ د افغانستان روغتيايي سیستم ته یوه نوې ستونزه

۱۴۰۰ تیر ۱۲, شنبه

په افغانستان کې د کرونا ویروس خپریدا خپل اوج ته رسيدلې او په ایران او پاکستان کې نوې څپې پیل شوي دي. په ورته وخت کې د «تور فنګس» ناروغۍ د څو پيښو کشف، د افغانستان روغتيايي چارواکي سخت انديښمن کړي.

Afghanistan Kunduz | Covid-19 Behandlung in Kunduz
د آرشیف انځورانځور: Dr. Ihasanullah Fazli/Department of Public Health of Kunduz

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې لا هم په دغه هیواد کې د کرونا د دلتا ډوله ویروس په خپریدا کې کوم نرمښت نه دی رامنځ ته شوی. دغه وزارت وايي چې د افغانستان د نورو سیمو په پرتله، په شمالي او لويديځو سیمو کې د دغې ناروغۍ پيښې ډيرې دي.

د افغانستان د عامې ورغتيا وزير، وحید مجروح، نن په کابل کې يوې خبرې ناستې ته وويل: «د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې د کرونا ویروس په خپریدا کې د پام وړ کموالی نه دی راغلی. په شمالي ولایتونو کې هم د ناروغانو شمیر لوړ شوی دی. لا هم ګواښ ډير لوړ دی. د ویروس شدت د افغانستان لويديځ ته روان دی. موږ په دغو ولایتونو کې ښې شپې او ورځې نه لرو.»

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا د دلتا ډوله ویروس څپه لا پای ته نه ده رسیدلې، په پاکستان کې د ويروس څلورمه څپه خپل اوج ته رسيدلې او په ایران کې يې پنځمه څپه پیل شوې ده. د ویروس د خپريدو دليل، په پرله پیسې توګه د هیوادونو تر منځ پر سرحدونو باندې نه کنترول پر ګوته شوی دی. بل لوري ته سعودي عربستان د شنبې په ورځ له افغانستان څخه پر سفرونو محدودیتونه ولګول.  

تور فنګس ناروغۍ؛ یوه نوې ستونزه

په افغانستان کې د تيرو درو ورځو په جریان کې د تور فنګس ناروغۍ دریمه پيښه ثبت شوې ده. دغو پيښو د افغانستان د روغتيايي سکتور چارواکي له سختو اندیښنو سره مخ کړي دي. د عامې روغتيا وزیر په دې اړه وويل: «لومړنۍ پيښه د کابل په ښاریانو کې کشف شوه. دوهم ناروغ له بغلان ولایت څخه کابل ته انتقال شوی او نن سهار دریمه پيښه په سمنګان کې کشف شوه.»

مجروح زیاته کړه: «درې واړه پيښې په کرونا ناروغۍ اخته کسانو کې کشف شوي دي چې خطرناک موارد نه دي. خو دوی د تور فنګس ناروغۍ د اعراضو او علايمو څخه رنځ وړي. دوه ناروغان د شکرې یا د وينې د قند ستونزه لري.»

تور فنګس څه ډول ناروغي ده؟

تور فنګس، يوه نادره ناروغي ده چې په تیرو څو لسیزو کې يې په افغانستان کې هيڅ پيښه ثبت شوې نه ده. دغه ناروغي په هغو افرادو کې رامنځ ته کيږي چې د بدن دفاعي سیستم يې ضعیف وي او په پر له پسې توګه د ویروسي ناروغي تر حملو لاندې راغلي وي. د کرونا وبا اوس دغې ناروغۍ خپريدو ته زمینه مساعد کړې ده. هغه افراد چې په مزمنو ناروغيو لکه د وينې شکر، سرطان او ایديز په څير ناروغيو باندې اخته وي، تر ډيره د تور فنګس په ناروغۍ د اخته کیدو له خطر سره مخ دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزير وويل چې دغه ناروغي ساري نه ده او له یوه فرد نه بل ته نه انتقالیږي: «د دغې باکتريا د انتقال یوه لار، د وسايلو او په روغتونونو کې د مصنوعي تنفسي دستګاوو ناسم تعقیم دی.» هغه وويل چې د عامې روغتيا وزارت په دې اړه نن له متخصصو ډاکټرانو سره عاجله غونډه درلوده. وزير زیاته کړه: «ټولو روغتيايي مرکزونو ته هدایت ورکړل شوی چې د تور مرخيړي د کنټرول له پاره ټول وقایوي احتمامات تر لاس لاندې ونیسي.»

د تور فنګس ناروغي لومړی په جلد، بیا په سرعت سره د مخ د هډوکو په منځ کې کوچنیو خاليګاو او له هغه ځایه تنفسي مجراګانو او بیا په مغز کې خپريږي. د بدن نورو غړو ته رسیدو مخنیوی يې، په اکثرو مواردو کې د بدن د یو غړي په قطع کولو سره کیدلای شي. په بهترین حالت کې ۵۵ سلنه ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

«د خدای روی ته وګورئ» احتیاط وکړئ

دغه ناروغي په هندوستان کې د دلتا ډوله کرونا د وروستۍ شدیدې څپې را وروسته، د يادې ناروغۍ د روغو شوو افرادو په منځ کې خپره شوه.

د عامې روغتيا سرپرست وزير وحید مجروح له خلکو وغوښتل چې د کرونا ویروس پر وړاندې بې تفاوته ونه اوسي او له پوره احتیاط څخه کار واخلي. هغه وويل: «د خدای او قران مخ ته وګورئ په خپل ځان او نورو باندې رحم وکړئ. خپلې ټولنې او اقتصاد ته مو زیان مه رسوئ. پر خپل حکومت باندې مو رحم وکړئ چې د جګړې په ګډون له ډیرو ستونزو سره مخ دی.»

دویچه وله د/م.ک.ص./ا.خ.ح.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل