1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په افغانستان کې د خوارځواکۍ ناورين

امید دیدار
۱۴۰۱ شهریور ۴, جمعه

په افغانستان کې د طالبانو ادارې چارواکي وايي چې په تېره یوه میاشت کې دوه سوه زره میندې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي؛ خو لامل یې څه دی؟

په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اختو کسانو شمیر ورځ تر بلې زیاتږي
په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اختو کسانو شمیر ورځ تر بلې زیاتږيانځور: © WFP/Marco Di Lauro

د روغتیا وزارت له پاره د طالبانو چارواکيو ویلي دي چې تېره میاشت په ټول  افغانستان کې د میندو په ګډون ۲سوه زره ماشومان د خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته شوي دي.

د دغه وزارت له پاره د طالبانو ویاند ډاکټر شرافت زمان امر وايي: «په اسد میاشت کې نږدې دوه لکه شیدې ورکوونکې میندې په منځنۍ او شدیدې خوارځواکۍ اخته شوي او دغه راز، په شدیدې او متوسطې خوارځواکۍ اخته میندې او ماشومانو درملنه شوې ده.»

نوموړي وویل، اوس په ټول افغانستان کې پر نورو روغتیايي مرکزونو سربېره پنځه سوه ګرځنډه ډلې جوړې شوي، چې په خوارځواکۍ د اخته کسانو درملنه کوي. ډاکټران وايي، خوارځواکي د بد اقتصادي حالت په جریان کې د سالم او ښو خوړو نه درلودلو له امله پیدا کېږي.

ملګري ملتونه وایي چې افغانستان کې ډیر خلک له لوږې سره مخامخ ديانځور: Ali Khara/REUTERS

د ننګرهار ولایت په مرکزي روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر عبدالوکیل عماد دویچه ویله ته وویل، که په ورځني ژوند کې سالم او انرژي لرونکي خواړه ونه خوړل شي له امله یې میندې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته کېږي. نوموړي وویل، په دې وروستیو کې جلال اباد حوزوي روغتون ته ګڼ شمېر ماشومان او میندې وروړل کېږي، چې په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

ډاکټر وکیل عماد وویل: «بېلابېل علتونه لري. ډېر یې ناوړه اقتصادي حالت دی، چې په دې کې ماشومان ډېر اخته کېږي. په لویانو کې هم خوارځواکي پیداکېږي. د مخنیوي لاره یې سالمه غذا او منظمه تداوي ده.»

يونيسف: خوارځواکي د اتو ميليونو ماشومانو ژوند ګواښي

نوموړي وویل، که چېرې په خوارځواکۍ د اخته کسانو پر وخت تشخیص او درملنه ونه شي، په اسانۍ سره په نورو ناروغیو اخته کېدای شي. د ننګرهار یو اوسېدونکي محمد جان، چې په خوارځواکۍ اخته کوچنی زوی یې جلال اباد حوزوي روغتون ته وړی دویچه ویله ته وویل: «موږ دومره وس نه لرو، چې ښه ډوډۍ پیدا کړو، ایله دومره کوو، چې شپې ورځې پرې سبا کوو او ډاکټران وايي، چې اولاد ته صحیح ډوډۍ ورکوئ.»

په میليونونو ماشومان له لوږي يا خوارځواکۍ زوريږي

له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي په افغانستان کې د خلکو اقتصادي حالت خراب شوی، د بې روزګارۍ او فقر کچه لوړه شوې او خلک په ورځني ژوند کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

طالبان وايي تېره میاشت په ټول  افغانستان کې د میندو په ګډون ۲سوه زره ماشومان د خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته شوي دي.انځور: Hector Retamal/AFP/Getty Images

ملګرو ملتونو ویلي دي چې دا مهال ۱۹ میلیونه افغانان له لوږې او بې وزلۍ سره مخ دي، چې له دې جملې شپږ اعشاریه شپږ میلیونه خلک بېړنیو خوراکي توکیو ته اړتیا لري. د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفټس ویلي، د بشري مرستو سربېره اړتیا ده چې د افغانستان بانکي سیستم پیاوړی شي.

امید دیدار امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب