د داعش دغه قوماندان زياته کړې: «کانونه د مافيا په لاس کې دي او موږ به په هر بيه دا کانونه ترلاسه کوو.»
افغان امنيتي ځواکونه له ډيري مودې راهيسې په ننگرهار کې د ټالک او کرمايت په شان کانونو د ناقانونه کيدنې او قاچاق په اړه انديښمن دي.
په رپوټ کې زیاته شوې ده چې په ننگرهار کې داعش ته د کانونو له درکه د لاسته ورغلو پيسو معلومول خو سترنزمن دي، خو د اټکلونو له مخې به داعش له دې لاري له کاله په اوسط ډول په سونو زره ډالر په لاس راوړي.
په رپوټ کې راغلي دي چې که څه هم چې دا پيسې ډيري نه ښکاري خو د امريکا د پوځ په اټکل په ننگرهار کې د داعش د جنگيالو شمير د ۷۵۰ او ۲۰۰۰ ترمنځ دی، معنا دا چې د جنگيالو شمير ته په کتو سره به دغه پيسې د دوی د عوايدو يوه لويه برخه وي.
د افغانستان د کانونو د وزارت يوه وياند وويل چې لا دمخه یې يوه ځانگړې کميټه جوړه کړې ده چې له امنيتي او استخباراتي خدماتو سره په شريکه دغه موضوع تعقيب کړي. ياد وزرات روانه اوونۍ يو خبري کانفرانس هم پلان کړی دی چې په هغه کې به د گلوبل ويتنس ډلي پر دې رپوټ هم خبرې وشي.
Reuters (B.S/N.Z)
زموږ له آرشيف څخه:
په ننګرهار کې د داعش پر ضد عملیاتو انځورونه
د ننگرهار چارواکي ادعا کوي چي په خوږياڼو ولسوالۍ کي د عملياتو په ترځ کي تر اوسه پوري په لسونو داعشيان وژل شوي او څو نور يې ټپيان کړي دي. خو ډيري کورنۍ هم بې ځايه سوي دي. د دويچه ويله خبريال دغي ولسوالۍ ته ورغلی.
انځور: DW/Omid Deedar
ننګرهار کې چارواکي وايي، د دې ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش پر ضد پیل شویو عملیاتو کې تر اوسه ۲۶ داعش وسله وال وژل شوي او ۳۰ ټپيان شوي دي.
انځور: DW/Omid Deedar
ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قومندان برید جنرال محمد نسیم سنګین نن د خوږیاڼو په پیره خېلو کې دویچه ویله ته وویل، دا عملیات څلور ورځې وړاندې د افغان کومانډو ځواکونو په ګډون د ملي اردو، ملي پولیسو، سرحدي پولیسو ، نظم عامه او سیمه ییزو پولیسو له لوري پیل شوي دي.
انځور: DW/Omid Deedar
نوموړی وايي، تر اوسه دې عملیاتو کې د خوږیاڼو د پیره خېلو ساحې پنځه کلي له داعش پاک شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې هم له منځه وړل شوي دي.
انځور: DW/Omid Deedar
جنرال سنګین وايي، د داعش د نښان ویشتونکو شتون، د هغوی له لوري سیمه کې د ماینونو پراخ کر او د ځانمرګو شتون د دوی د عملیاتو پر وړاندې لوی خنډ دی. دی وايي، تر اوسه یې له شلو ډېر ماینونه هم شنډ کړي او دې عملیاتو کې تر اوسه ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.