په افغانستان کې د دویچه ویله د ۲۰۱۶ کال د ژونالیزم جایزه
۱۳۹۵ مهر ۱۳, سهشنبهپه افغانستان کې د آلمان نړیوال رسنې دویچه ویله، د لومړي ځل له پاره د «دویچه ویله د ژورنالیزم جایزه» په لاره اچوي.
په دې سیالۍ کې هرژورنالیست گډون کولای شي: که هغه یواځې د یوې رسنۍ له پاره په مسلکي توگه کار کوي یا آزاد (فریلانس) ژورنالیست دی چې ژورنالیستي مواد یې د یوې یا څو رسینو له خوا وخت په وخت خپریږي او که هغه د ژورنالیزم محصل دی. دغه سیالۍ د اکتوبر پر لومړۍ نیټه پیلیږي او د ۲۰۱۶ کال د نومبر میاشتې پر ۳۰مه نیټه پای ته رسیږي. دویچه ویله به د جایزې اته ګټونکي وټاکي.
د سیالۍ ګټونکو ته به د «دویچه ویله د ژورنالیزم جایزه» ورکړل شي. دغه جایزه به په کابل کې «په ټولنه کې د رسنیو د نقش» تر عنوان لاندې کنفرانس کې ګټونکو ته وسپارل شي.
د سیالۍ له ګډونوالو څخه غوښتنه کیږي چې خپل رپوټونه په دري او پښتو ژبو « په افغانستان کې د مخدره توکې– ستونزې او حل لارې» پر موضوع باندې جوړ کړي.
رپوپونه باید:
ـ راډیو : تر څلورو دقیقو باید اوږد نه وي
ـ تلویزیون/ ویدیو: تر څلورو دقیقو باید اوږد نه وي
ـ انځورونه: باید تر درو کم او تر پنځو زیات نه وي
ـ چاپي/ انلاین: د ۶۰۰ او ۱۰۰۰ لغتونو تر منځ (له دوو انځورونو سره)
تولید شوي وي.
له هرې کتګوري څخه به ګټونکي اعلان شي. هغه رپوټونه چې جایزه یې ګټلې ده د دویچه ویله د پښتو او درې څانګو د رادیو او انترنتي پاڼو له لارې خپاره او اعلان شي. د سیالۍ ګډونوال باید ټول شرایط ومني او خپل غوښتنلیکونه او رپوټونه دغه لاندې بریښنالیک ته واستوي:
AfghanJournalismAward@dw.com
د دویچه ویله راډیويي خپرونه هره ورځ په درې ژبه د افغانستان پر وخت د ماښام پر ۰۷:۳۰ بجو د اریانا راډیو له لارې او په پښتو ژبه د افغانستان پر وخت د شپې په ۰۸:۰۰ بجو د ارکوزیا راډیو له لارې خپریږي. دغه خپرونې د لنډو څپو له لارې د ماښام په شپږو بجو او په انترنتي پاڼه کې ۲۴ ساعته او د اوونۍ اووه ورځې خپریږي. د دویچه ویله د افغانستان د پښتو او درې څانګو انترنتي پتې دا دي:
د دویچه ویله تلویزیوني خپرونې په افغانستان کې د عقاب تلویزیون، یک تلویزیون او کابل ستار کیبل له لارې خپریږي.
په دې سیالي کې د ګډون شرایط دلته ولولئ:
د دویچه ویله د ۲۰۱۶ کال د ژونالیزم جایزې شرایط