1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې د سرطان د زیاتیدو له امله اندیښنې

۱۳۹۸ آذر ۲۰, چهارشنبه

د سرطان سره د مبارزې بڼسټ، په افغانستان کې په سرطان باندې د اخته کسانو وضیعت ته د ملي او بین المللي سازمانونو د پام اړولو غوښتنه کړې. د درملنې د مناسبو مرکزونو نشتوالی د دې سبب کیږي چې زیاتره کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

Krebs Krebszelle Illustration Lungenkrebs
انځور: Imago/Science Photo Library

په افغانستان کې د سرطان ناروغي او له امله یې د مړینې کچه ورځ په ورځ د لوړیدو په حال کې ده. نن چهارشنبه (د ۲۰۱۹م کال کې د دسمبر ۱۱ نيټه) په کابل کې د »په افغانستان کې د سرطان د وضیعت« تر عنوان لاندې یوه غونډه جوړه سوه چې د اروپایي ټولنې خاص استازي او د روغتیا د نړیوال سازمان استازي هم پکښي گډون کړی وو.

په افغانستان کې تر ټولو زيات د معدې، ستوني، خولې، رحم او سږي او د ښځو د سينې سرطان د خپریدو په حال کې دی. د روغتیا وزارت څه وخت مخکې اعلان وکړ چې هر کال څه د پاسه ۳۵۰۰ تنه ښځې یوازی د سینې په سرطان اخته کیږي او څه د پاسه ۱۷۰۰ تنه یی خپل ژوند له لاسه ورکوي. خو ښایي اصلي شمیرې تر دې هم ډیرې وي. د سرطان سره د مبارزې د بڼسټ ارقام ښیی چې په افغانستان کې هر کال ۶۰ زره کسان په سرطان اخته کیږي چی زیاتره یی د درملنې د امکاناتو د نه شتون له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د سرطان سره د مبارزې د بڼسټ رییسه نسرین اوریاخیل، غوښتنه کوي چې ملي او نړيوال سازمانونه باید د سرطان د ناروغۍ د تشخیص او کیمیاوي درملنې له پاره د مرکزونو جوړولو ته جدي پام واړوي. اوریاخیل ویلي چې تر اوسه په افغانستان کې د سرطان د ناروغۍ د تشخیص له پاره کوم مجهز مرکز هم نه سته. هغې زياته کړه: »سرطان یوه وژونکې خو د درملنې وړ ناروغي ده او بدبختانه دلته داسې یو مرکز نسته چې د سرطان د ناروغانو اړتیاوي پوره کړي.«

په افغانستان کې د  اروپایی ټولنې سفیر پیری مایدون په دغه ناسته کې ژمنه وکړه چې اروپایی ټولنه به له افغانستان سره په خاص ډول روغتیایي برخه کې خپل گډ کار ته ادامه ورکړي. په دغه غونډه کې په دې برخه کې د شخصي پانگه اچونې پر نشتوالي هم بحثونه ترسره سول او له خصوصي څانگې څخه غوښتنه وسوه چې په دې برخه کې پانگونه وکړي. د سرطان سره د مبارزې د بڼسټ په خبره، څو کاله مخکې د »شیمی درملنی« د یوه مرکز د بڼسټ ډبره د علي آباد په روغتون کې کښیښودل سوې ده خو تر اوسه یې لا کار نه دی بشپړ سوی.

په نړۍ کې تر اوسه د سرطان شاوخوا ۲۰۰ ډولونه ثبت سوي چی درې ډوله یې ډیر عام دي. د افغانستان د اټومي انرژۍ ريیس محمد طاهر شاران وایي چې په نړۍ کې هر کال ۸،۲  میلیونه کسان د سرطان د ناروغۍ په نتیجه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. هغه زیاتوي چې داسي وړاندوینه سوې چې تر ۲۰۳۰ میلادی کاله به د هغوی شمیر ۱۳،۱ میلیون  ته ورسیږي. او په وروستیو پنځو کلونو کې د سرطان د ناروغۍ له امله تلفات د دوهمې نړیوالې جگړې له امله تلفاتو په اندازه دي چې دا یو ناورین بلل سوی. 

گ.پ/ب.ص/ش.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل