1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

»په افغانستان کې د شري ناروغي او ترې د مړينې موارد ډېر شوي«

۱۴۰۰ بهمن ۲۲, جمعه

د روغتيا نړيوالې ادارې د جمعې په ورځ ويلي دي چې د شري ناروغۍ په افغانستان کې په لسونو زره اخته کړي چې يوازې تېره مياشت ۱۵۰ ترې مړه شوي هم دي. يادې ادارې له نورو مړينو خبرداری ورکړی دی.

Afghanistan Kinder Hungersnot DW TV
انځور: DW

د روغتيا نړيوالې ادارې ويلي دي چې په افغانستان کې د شري ناروغۍ خپرېدل قسماً اندېښمنونکي دي ځکه چې افغانستان د خوړو له شديدې ناډاډمنتيا او خوارځواکۍ سره مخ دی چې له کبله يې ماشومان دغې ډېرې ساري ناروغۍ ته ډېر اسيب منونکي وي.

د روغتيا نړيوالې ادارې وياند کريستيان ليندماير په ژنيو کې خبريالانو ته وويل چې »د ۲۰۲۱م کال د جولای مياشتې له پای راهيسې په ټولو ولاياتو کې د شري ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي.« د هغه په خبره دغه موارد په دې وروستيو کې لا زیات شوي چې د جنورۍ مياشتې تر ۲۴مې نېټې پورې ۱۸ سلنې ته لوړ شوي او د جنورۍ تر پايه پورې ۴۰ سلنې ته ورسېدل. ټول ټال، ۳۵ زره ۳۱۹ د شري شکمن موارد په جنورۍ مياشت کې رپوټ شوي، چې ۳ زره ورڅخه په لابراتوار کې تائيد شوي هم دي. په دې سربېره ۱۵۶ د مړينې پېښې ثبت شوې دي.

۹۱ سلنه موارد او ۹۷ سلنه مړينې د پنځو کالو څخه د کم عمره ماشومانو په منځ کې ول. د ليندماير په حواله »په جنورۍ کې د مواردو ډېر لوړېدل په دې دلالت کوي چې شمېر يې کم ښودل شوی وو او دا چې »په راتلونکو اوونيو کې به هغه ډېر لوړ شي.«

شري هغه ويروسي مرض دی چې اکثراً ماشومان ورباندې اخته کيږي. تر ټولو جدي عوارض يې ړوندوالی، د مغزو پړسېدل، نس ناستی او د تنفسي جهاز جدي التهاب کېدای شي واوسي. د شري د پېښو زياتوالی په داسې وخت کې راځي چې افغانستان د يوه بشري ناورين په منځ کې قرار لري چې د طالبانو د ولکې له کبله يې وضعيت لا خراب شوی، ځکه چې لويديځو هېوادونو نړيوالې مرستې درولي او په بهر کې د افغانستان شتمنۍ کنګل کړې دي.  

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې د کوراکي توکو کمښت د هيواد نيمه برخه ولس ګواښي. ليندماير هم وويل چې »خوارځواکي د خلکو معافيت ضعيفوي، چې له کبله يې هغوی ناروغۍ او مړينې ته، او د شري په څېر مرضونو ته آسيب پذيره کوي، په تېره بيا ماشومان«.

افغان ماشومان ناروغۍ او لوږه ګواښي. انځور: Lehtikuva Heikki Saukkomaa/dpa/picture-alliance

د شري په وړاندې تر ټولو ښه حفاظت پراخ واکسيناسيون لري چې د روغتيا نړيوالې ادارې په حواله بايد هيوادونه لږ تر لږه ۹۵ سلنه وګړي واکسین کړي. د دغه هدف پلي کول په افغانستان کې څه آسانه خبره نه ده. ليندماير وويل چې د روغتيا نړيواله اداره او همکاران يې دې ته کار کوي چې د شري د څارنې وړتياوې لوړې کړي او د لابراتواري تېستونو او د واکسيناسيون د کمپاينونو په برخه کې مرستې چمتو کړي.

په تېره دسمبر مياشت کې په تر ټولو زياتو ځپل شوو سيمو کې د واکسيناسيون يوه کمپاين ۱،۵ ميليونه ماشومانو ته لاسرسی لرلی دی. يادې ادارې همداراز د ويټامين ای دارو وېشلي دي چې د شري له لاسه د ناروغۍ او مړينې کچه راټيټوي. په تېره نومبر مياشت کې يې د ټول هيواد په کچه ۹،۵ ميليونو ماشومانو ته مرستې رسولې دي.

د لينماير په خيره د روغتيا نړيوال سازمان اوس دې ته کار کوي چې سر له می مياشتې څخه واکسيناسيون هم ډېر کړي چې هدف يې څه باندې ۳،۵ ميليونو ماشومانو ته رسېدنه ده.  

ن.ص./ن.ز.(AFP)