1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

«په افغانستان کې د شري ناروغۍ پېښې ډېري شوي»

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۳ تیر ۲۲, جمعه

د روغتيا نړيوال سازمان په افغانستان کې د شري ناروغۍ د پېښو د ډېرېدو خبر ورکړی دی. دې سازمان سږ کال په افغانستان کې د شري د شکمنو مواردو له کبله د مړينې ۱۶۰ پېښې ثبت کړي دي.

آرشيف انځور: د کابل اندارګاندي روغتون کې يوه مور د خپل ناروغ ماشوم سره
د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي چې سږ کال د شري له کبله د مړېنو تر ټولو ډېرې پېښې په خوست ولایت کې ثبت شوي ديانځور: JORGE SILVA/REUTERS

د روغتيا نړيوال سازمان (دبليو اچ او) په خپل تازه رپوټ کې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د شري ناروغۍ د ډېرېدو خبر ورکړی دی.

د دې سازمان په وينا د شري شکمنې پېښې چې د ۲۰۲۴م کال له پېل راهېسې ثبت شوي دي، د ۲۰۲۳م کال تر پېښو ډېرې دي.

د روغتيا نړيوال سازمان د روان میلادي کال له پېل راهېسې تر اوسه په افغانستان کې د شري ناروغۍ ټولې ۳۶ زره او ۳۲۶ شکمنې پېښې او د دې ناروغۍ له کبله ۱۶۰ د مړینې پېښې ثبت کړي دي.

د ټولو ناروغانو څخه یې ۲۹۳۲۶ هغه ماشومان ول چې لا پنځه کلن شوي نه ول. له دوی څخه یې تر ۱۶ زرو ډېرې نجونې وې.

د روغتيا نړيوال سازمان د رپوټ په حواله يوازې د جولای مياشتي په لومړۍ اونۍ کې په افغانستان کې د شري ۱۵۹۸ شکمنې پېښې او د مړینې ۱۳ پېښې ثبت شوي دي. په دې ناروغۍ کې د مړينې دا پېښې په کندهار، هلمند، بغلان، فارياب، خوست او نيمروز ولایتونو کې وې.

د ۲۰۲۴م کال له پېل راهېسې خوست ولایت د شري تر ټولو ډېرې شکمنې پېښې لرلي دي او د بلخ، سمنګان او جوزجان ولایتونه په ترتيب سره را وروسته مقامونه درلودل. 

شری ناروغي په داسې حال کې په افغانستان کې پر ډېريدو ده چې له هغه وخته چې طالبان بيا واک ته رسېدلي دي، دغه هېواد له جدي روغتيايي ننګونو سره مخامخ دی او د افغانستان په ډېرو سيمو کې خلک روغتيايي خدماتو ته لاس رسی نه لري.

ب. ص/ ن. ز (شکيلا ابراهيم خیل)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل