1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د شطرنج د لوبو د ځنډولو له امله سخته اندیښنه

۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۵, پنجشنبه

د شطرنج نړیوال فدراسیون د شطرنج د لوبو د ځنډولو په هکله د طالبانو د ادارې د پریکړې په هکله خپله »ژوره« اندیښنه څرګنده کړې. د طالبانو ادارې شطرنج د «شرعي اندیښنو» له امله ځنډولی دی.

طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسیدو وروسته د ورزش په برخه کې هم ځینی محدودیتونه وضع کړي دي
په افغانستان کې د شطرنج د لوبو د ځنډولو له امله د نړیوال فدراسیون اندیښنهانځور: Andreas Gora/dpa/picture alliance

 پس له هغه چې د طالبانوو ادارې په افغانستان کې د شطرنج لوبه وځنډوله، د شطرنج نړیوال فدراسیون ویلي دي چې د المپیک له نړیوالې کمیتې، آسیا د شطرنج او نورو ورزشي بڼسټونو سره د یوې حللارې د موندلو له پاره مشوره کوي.

طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسیدو وروسته د ورزش په برخه کې هم ځینی محدودیتونه وضع کړي دي، لکه څنگه چې دغې ډلې زرميورزش  «فري فایټ» هم منع کړی دی او په ورزش کې یې د ښځو پر گډون هم بندیز لگولی دی.

اړوند:د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان ښځینه ورزشکارانو په پټه ورزش

په دا وروستیو کې د طالبانو د ادارې تر کنترول لاندي د المپیک ملي کمیټې د شطرنج لوبه وځنډوله. د نوموړې کمیټې ویاند، اتل مشواڼي، سیمه ایزو رسنیو ته وویل چې دغه لوبه د «شرعي اندیښنو» له امله ځنډول سوې ده.

طالبانو  ویلي دي چې ددغې اندیښنې دلیل دادی چې شطرنج «د قمار له پاره د یوې وسیلې» په توگه په نظر کې نیول کیږي، خو د شطرنج نړیوال فدراسیون بیا ویلي دي چې شطرنج داسي یوه لوبه ده چې په بشپړه توګه پر مهارت او چمتووالي ولاړه ده، نه پر چانس.

په آلمان کې دوې افغانې خویندې: سپورت خپلواکي ده!

01:29

This browser does not support the video element.

د شطرنج نړیوال فدراسیون په یوې وینا کې په خپله ویبپاڼه کې لیکلي دي:« موږ په دې باور یو چې شطرنج د نړۍ له ښکلو لوبو څخه يوه ده چې سخت کار، صبر او انصاف ته وده ورکوي.  د بورډ (تختې)  هاخوا، شطرنج د خلکو د یوځای کولو له پاره یوه پیاوړې وسیله ده.»

په دغه وینا کې راغلي دي چې په افغانستان  کې شطرنج یوه اوږده مخینه لري او په دا وروستیو کلونو کې ددغې لوبې په ودې سره، ډیرو ځوانانو شطرنج ته مخه کړې ده.

په وینا کې زیاته سوې ده:«د شطرنج ځنډول کیدای سي د هغې پرمختگ ته زیان ورسوي او د شطرنج په نړیوالو لوبو کې له افغانستان څخه استازیتوب له منځه یوسي.»

د شطرنج نړیوال فدراسیون ویلي دي چې په دې اړه به له چارواکو سره رغنده خبرې اترې پر مخ بوزي او په دې برخه کې به له نورو فعالو بڼسټونو سره په افغانستان کې د شطرنج د لوبې د بیا پیل کیدو په هکله لارې چارې تر ارزونې لاندې ونیسي.

پر آزادو سیالیو بندیز ورزشکاران او مینوال زړه ماتي کړي

03:47

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب