1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د لسګونو ګرځنده صحي مرکزونو د بندیدو خبرداری

۱۴۰۲ شهریور ۲۰, دوشنبه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې که د بودیجې کمښت ستونزه حل نشې په افغانستان کې به ۱۷۳ ګرځنده روغتیايي مرکزونه وتړي.

آرشیف: په یو روغتیاېې مرکز کې د ناروغي سره مرسته
آرشیف: په یو روغتیاېې مرکز کې د ناروغي سره مرستهانځور: Ali Khara/REUTERS

په افغانستان کې د مرستندویه موسسو د مرستو له کمېدو وروسته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په دې هیواد کې د ۱۷۳ ګرځنده روغتیايي او خوراکي مرکزونو د تړلو احتمال خبرداری ورکړی دی.

د اوچا د افغانستان څانګې پر خپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي چې همدا اوس د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې سل زره کسان لومړنیو روغتیايي او تغذیوي خدمتونو محدود يا هیڅ لاس رسی نه لري.

د دې ترڅنګ د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ، په زیانمنونکو ولایتونو کې تر ۳۶ زره ډېر ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د خوراکي توکو بستو ته له لاسرسي څخه منع شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د روغتیا په سیستم کې د بودیجې د سخت کمښت څرګندونه کړې ده. دغه سازمان ویلي دي چې د افغانستان په روغتیايي سیستم کې د بودیجې کمښت به ناوړې پایلې ولري.

د ملګرو ملتونو یو شمېر نورو دفترونو هم څه موده وړاندې اعلان کړی وو چې سږ کال په افغانستان کې د بودیجې له سخت کمښت سره مخامخ دي.

له همدې امله د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اړ شوی چې د دوه میلیونه افغانانو خوراکي جيره را راکمه کړي. دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې که بودیجه برابره نه شي راتلونکی ژمی به د ډیرو افغانانو لپاره له کړداونو ډک او په ناورین بدل شي.

د ویلو ده چې نورو بحرانونو ته د نړۍ د پام اوښتو ترڅنګ، پر ښځو د طالبانو محدودیتونو، په تېره بیا په مرستندویه بنسټونو کې د هغوې د کار کولو مخنیوی بله هغه ستونزه ده چې په افغانستان کې د مرستندویه موسسو د کار پر وړاندي د خنډونو لامل شوې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل