رپوټ همدا راز زیاتوي چې ۸۲ سلنه یې له یو کلنۍ مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي. په داخلي بې ځایه شویو کورنیو کښې د خوارځواکۍ شمیر په ځانګړي ډول اوچت دی او د روانو شخړو له امله نور هم مخ پر زیاتیدو دی. رپوټ وايي چې زیاتره ماشومان د سینه بغل او نس ناسي له امله مري چې په اسانۍ سره یې درملنه شونې ده.
په افغانستان کښې روان حالت د خوارځواکۍ له امله نور هم ستونزمن شوی دی. د روان کال په لومړۍ نیمايي کښې، ۳۸۸ ماشومان د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو اورپکو ترمنځ جګړه کښې وژل شوي دي.
د خپاره شوي رپوټ په حواله، په افغانستان کښې ۲.۷ میلیونه وګړي له خوارځواکۍ سره مخامخ دي. روغتايي مرکزونه یوازي۶۰ سلنه نفوس تر پوښښ لاندي لري او د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملني له پاره ځانګړي پرواګرونه نه لري.
په ليرو پرتو سیمو کښې روغتیايي اسانتیاو ته لاس رسی ډیر لږ دی او یا له نشت سره برابر دی. د رپوټ په حواله روغتیايي مرکزونه یوازي ۳۸ سلنه وګړو ته د خوارځواکی په اړه خدمتونه وړاندي کوي.
په افغانستان کي د کورنيو کډوالو د کوچنيانو ناوړه حالت
په افغانستان کي د کورنيو کډوالو کوچنيان له لوږي، خوارځواکۍ او ناروغيو څخه رنځ وړي. د دوی ډيری کورنۍ په خپلو ولايتونو کي د زور واکانو او طالبانو د ډار له کبله تښتېدلي او په کابل کي په خېمو کي ژوند کوي.
انځور: DW/H. Sirat
فقر
له لسيزو راهيسي افغانستان د نړۍ يو له فقيرو هيوادونو څخه دی. د دغه هيواد د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخي نزدې ۳۶ سلنه وګړي يې د فقر په وروستۍ درجه کي ژوند کوي. په دغه هيواد کي بيا په ځانګړې توګه د کډوالو کورنيو د ماشومانو حالت ډېر ناوړه دی.
انځور: DW/H. Sirat
لوږې
د دغو کورنيو ماشومان د هغو ناروغيو څخه رنځ وړي چي د نه خوړو له کبله پيدا کيږي. د ملګرو ملتونو د راپور له مي په افغانستان کي د ژمي په موسم کي خوارځواکي له ۲۰۱۲ مېلادي کال راهيسي نوره هم ډېره سوې ده.
انځور: DW/H. Sirat
تښتېدل
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) د راپور په حواله په افغانستان کي نزدې پنځه لکه انسانان له خپلو مېنو څخه تښتېدلو ته اړ سوي دي. د دغو کسانو يو شمېر يې په کابل کي په خورا خرابو شرايطو کي ژوند تر څيرو خېمو لاندي ژوند کوي.
انځور: DW/H. Sirat
اړتيا
د کابل د کډوالو په يوه کمپ کي دغه کوچنی په دې راضي دی چي د لويانو بوټونه په پښه کي. د دغه کمپ ډېر لږ کوچنيان مناسب کالي او بوټونه لري، نور ټول د ژمي په دې يخه هوا کي بې بوټو په څيرو چپلکو کي ګرځي. په دغه کمپ کي کورنۍ يوازي او يوازي د بهرنيو په مرسته ژوند کوي چي هغه د دوی له پاره کافي نه دي.
انځور: DW/H. Sirat
نېستي
د کورنيو کډوالو په کمپ کي نه اوبه او نه هم بريښنا سته. دغه خلک تقريباً له ټولو شيانو څخه بې برخي دي. کوچنيان يې د پرمختګ هيڅ چانس نه لري. د ډيرو کوچنيانو پلرونه بېکاره ده او کولای نه سي چي خپل اولادونه ښوونځی ته ولېږي.
انځور: DW/H. Sirat
خوراک؟
د دغو کوچنيانو يو شمېر يې په چټليو کي ګرځي څو پاته سوي خواړه پيدا کړي يا پلاسټيکان ټول او بيا يې وپلوري. د دغو کډوالو کورنيو ډېری کوچنيان بايد کورته ډواډۍ پیدا کړي. د دوی هلکان او نجوني د کابل پر سړکانو باندي ګدايي کوي.
انځور: DW
تضاد
د کورنيو کډوالو کورنۍ له خپل دغه وضعيت څخه نا اميده دي. د دوی په خپلو سيمو کي امنيتي وضعيت ډېر خراب دی. په کابل کي د دوی له پاره ځای او د خوړلو هيڅ نه سته. په وروستيو کلونو کي په دغه ښار کي د بې سرپنا خلکو شمېر نور هم زيات سوی دی.
انځور: DW/H. Sirat
اميد واري؟
د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس، له افغانستان څخه به د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره د کورنيو کډوال شمېر نور هم زيات سي. په دغه هيواد کي د ناټو او مرسته کوونکو هيوادونو د ميلياردونو ډالرو مرستي سره سره بيا هم کوچنيان بېله ښووني، روغتيا او امنيته پاته دي.