1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې ‌د متقاعدینو ناوړه اقتصادي حالت

۱۴۰۲ مرداد ۵, پنجشنبه

څه باندي ۲۲ میاشتي کیږي چي د طالبانو حکومت د متقاعدینو معاشونه او د هغوی امتیازات نه دي وړکړي. د طالبانو حکومت وايي دا مسله تر څیړنو لاندی ده او وروسته له څیړنو به د دوی معاشونه وړکړي. خو متقاعدين څه وايي؟

Afghanistan - Humanitäre Krise
انځور زموږ له آرشیف څخهانځور: Petros Giannakouris/AP/picture alliance

 

یو شمیر متقاعدینو چي د دوکلونو راهیسي خپل معاش نه دی تر لاسه کړی د کابل او ولایاتو په کچه څو ځلي لاریونونه کړي دي مګر د طالبانو حکومت وايي دا مسله تر څیړنو لاندی ده او وروسته له څیړنو به د دوی معاشونه وړکړي.

په دی ورستیو کي د طالبانو حکومت دا هم ویلي دي چي هغه متقاعدین چي د کار وړتیا ولري کولي شي بیرته کارونو ته راشي حکومت به يي بیرته کارونوته وګوماري.

صالحه اکبري یو له هغه متقاعدینو نه ده چي له ۲ کلونو راهیسي يي خپل تقاعد نه دی تر لاسه کړی دهغي په وینا

« ۴۲ کال يې دی وطن ته کار کړي خدمت يې کړی مالیه يې وړکړې خو اوس چي د کار توانایي نه لري حکومت اړ دی چې دا وساتي.»

انځور زموږ له آرشیف څخه انځور: Javed Tanveer/AFP

د طالبانو حکومت بیا وايي، د دارالافتاء له څېړنو وروسته به په هېواد کې د تقاعد حقونه تثبیت شي د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې موضوع شرعي لارښوونې لري، چې باید د دارالافتاء له لوري وڅېړل شي.

متقاعدین: له يوه کال راهېسې خپلو معاشونو ته په انتظار يو

شفیقه ناصري وايي: «زه یو کونډه ښځه یم ماته مي بچي پراته دي همدا تقاعدي معاش وو چي دوی ته به می ډوډي برابرول، شپه ورځ به مو تیرول، کور کي څوک نه لرم چي کار وکړي هر څه مو همدا تقاعد معاش دی که دا هم بند شي څه به کوم. کله چی خپل تقاعد اخیستو ته ځم ماته وایي بند دی طالبانو بند کړي دي، زما خبرو ته هم څوک غوږ نه ایږدي ماته وایي ولاړه شه خپل د کور نارینو ته ووایه چي راشي خبري وکړي».

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت مخکې ویلي ول چې د سږکال په بودیجه کې د تقاعد معاشونو ورکول شامل وي او که دا بهیر پیل شي، د دوی معاشونه به د بانکونو له لارې ورکړل شي.

دا متقاعدین چي ډیري يي ملکي مامورین، ښوونکي، د پوهنتونونو استادان او هغه کسان دي چي په پخواني نظام کي يې کار کړی، وایي چي له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي.

احمد ضیا یو ۶۸ کلن متقاعد دی چي خپل د عمر ډېره برخه يې  تعلیم ته ورکړې او ښوونکی پاته سوی وايي: «چارواکي د نن سبا په ویلو موږ ته دوکه راکوي، په داسې حال کې چې تقاعد زموږ حق دی، زموږ له معاش څخه اخیستل شوی دی. له دوو کلونو راهیسي چي طالبان واک ته رسېدلي د ټولو متقاعدیو معاشونه بند شوي خلګ د ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي د خوراک ډوډی نه لري هر څه او ټول امید يې همدې تقاعدي معاشو ته دی.»

دوه کال مخکی په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، سوداګریز او اقتصادي سکتورونه سخت ځپل شوي دی. نړیوالې مرستې بندې شوې او د طالبانو حکومت له ډېرو اقتصادي بندیزونو سره مخ دی.

انځور: DW Akademie

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل