1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د مسو صنعت د ورکېدو په حال کې دی

شعیب تنها شکران | امید دیدار
۱۴۰۱ بهمن ۲۸, جمعه

په افغانستان کې د کسبګرو او صنعت کارانو ټولنې ویلي دي چې د مسو صنعت کاران په سلو کې ۹۰ سلني خپل کار پریښی او دغه صنعت د زوال او ورکېدو په حال کې دی.

د افغانستان په کوچنیو کوڅو کې لاسي صنعت
د افغانستان په کوچنیو کوڅو کې لاسي صنعتانځور: Mr. Ahmadi (privat)

په کابل، هرات او مزارشریف کې د مسګرۍ له ۲۰۰ هټیو څخه اوس یوازې ۳۰ هغه فعالې دي او دا د دې لامل شوی چې دا تاریخي صنعت به د کسبګرو عمومي سازمان په اډانه کې کومه ټولنه نه لري.

په کابل کې د کسبګرو د ټولنې ویاند عبدالطیف صالحي دویچه ویله ته وویل چې د خامو وارداتي توکو د بیو لوړوالی او د خلکو له لوري د کورنیو توکیو نه کارول د مسو صنعت د ورکېدو له عمده لاملونو څخه دي.

هغه وویل:«له بده مرغه زموږ د مسو ۹۰ سلنه صنعت کارانو خپلې دندې پرېښي او نورو کارونو ته مخه کړې. که دې حالت ته پام ونه شي، په افغانستان کې به د مسو صنعت له منځه ولاړ شي. د مسو د ډېرو هټیو تړل کېدل د دې لامل شوي چې دا صنعت د کسبګرو خونې په اډانه کې هېڅ ټولنه ونه لري. موږ له اړوندو ارګانونو سره د خبرو اترو له لارې په افغانستان کې د مسو د صنعت د ودې له پاره هڅه کوو، څو یوه حل‌لاره ورته ومومو.»

د افغانستان د مسو لاسي صنایع د کوڅو په کوچنیو ورکشاپونو کېانځور: Mr. Ahmadi (privat)

په همدې حال کې یو شمېر مسګران وايي، د اړوندو ارګانونو د نه پاملرنې او د خامو توکو د لوړو بیو له امله اړ شوي چې دغه صنعت پرېږدي.

په مزار شریف کې یو مسګر مزارالدین وايي:«موږ په افغانستان کې د مسو د ویلي کولو کارخونه نه لرو. نو له همدې امله اړ کېږو چې یو کیلو خام مواد له پاکستانه په زر افغانیو راوارد کړو او دا د دې لامل کېږي چې زموږ تولید شوي توکي ګران پرېوځي او نه شو کولی بي کیفیته وارد شويو توکو سره چې له اوسپنې جوړ شوي وي، سیالي وکړو.»

هغه همداراز د بازار له خرابوالي شکایت کوي:«زموږ د پلور کچه صفر ته رسېدلې ده. شاګردان مو رخصت کړي دي، ځکه د معاشونو د ورکړې توان مو یې نه درلود او شاګردانو ته د دغه صنعت نه ښودل د دې لامل کېږي چې د دغه صنعت څرخ په راتلونکي کې ودرېږي.»

په بلخ ولایت کې د مسو صنعت د رکود په حال کې دی

په بلخ ولایت کې د مسو د صنعت کارکوونکي وايي چې په دغه ولایت کې د مسو له ۴۵ هټیو اوس یوازې ۸ پاتې دي.

د هرات په چهارسو بازار کې د مسو یو کارګر دویچه ویله ته وویل:«نه په تېر او نه هم د اسلامي امارت په اوسني نظام کې څوک زموږ په غم کې دي. زموږ لاسي هنر دوی ته هېڅ ارزښت نه لري. زموږ مشران ولې د مسګرۍ هنر شرایط نه برابروي، څو له یوې خوا بهر ته خپل تولیدات ولېږو او له بل اړخه د دغه صنعت د له منځه تللو مخه ونیول شي؟ افسوس دی چې هېڅوک زموږ په فکر کې نه دی.»

د افغانستان د مسو لاسي صنایع د کوڅو په کوچنیو ورکشاپونو کېانځور: Mr. Ahmadi (privat)

سره له دې چې په افغانستان کې د مسي لوښو جوړولو صنعت خپله وروستۍ ساه اخلي، یو شمېر مسلکي کسان پر ستونزو سربېره هم هڅه کوي چې د دغه صنعت د له منځه تللو مخه ونیسي.

د هرات یو بل مسګر جلیل احمد دویچه ویله ته وویل:«تر څو چې ژوندی یم دې کار ته به دوام ورکړم او هڅه مې ده چې خپلو بچیانو ته یې هم وښیېم، څو له ما وروسته دا کسب وساتي او پرېنږدي چې دا دوه سوه کلن صنعت له منځه ولاړ شي.»

په افغانستان کې د مسي لوښو جوړوونکي تر ډېره د خوړو او ښکلا لوښي لکه ګیلاسونه، غوري، لګنونه، د اوبو جکونه، ګلدانۍ، سماوار، دیګ او پتنوس جوړوي، چې په دغه هیواد کې پر پلور سربېره سیالانیانو هم اخستل.

پر افغانستان د طالبانو له دویم ‌واري ولکې سره سوداګریز او اقتصادي سکتور سخته ضربه لېدلې. نړیوالې مرستې درېدلي او د طالبانو اداره چې تر اوسه هيڅ هيواد په رسمیت نه ده پېژندلې، له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب