بنيت: د نجونو پر زده کړو بندیز د منلو وړ نه دی
۱۴۰۵ فروردین ۳, دوشنبه
په افغانستان کې د نوي تعليمي کال له پېليدو سره هم مهاله، د بشري حقونو په برخه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ريچارډ بنيت، د افغان نجونو پر ثانوي زده کړو او همدا راز د ښځو پر تحصيل د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې.
بنيت، د ايکس شبکې پر خپله پاڼه باندې د نوروز مبارکي ویلې او ليکلي یې دي: «يوازې په افغانستان يو تعليمي کال په داسې حال کې پیليږي چې په هغه کې به د ښوونځيو تر شپږم ټولګي پورته صنفونو نجونې د زده کړو اجازه ونه لري او ښځې نه شي کولی پوهنتون ته ولاړې شي. دا د منلو وړ نه ده او بايد لغوه شي!»
اړونده موضوع: په پوهه کې د ښځو نړیواله ورځ؛«پریږدی چې افغان نجونې درس ووايی!»
د افغانستان له پاره د بريتانیې ځانګړي استازي ريچارد ليندسي، هم د ښوونځيو پر پرانيستو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له زده کړو د نجونو محرومیت د دې باعث کیږي چې افغانستان په راتلونکي کې زیان وویني او وروسته پاتې شي.
د افغانستان له پاره د بريتانیې ځانګړي استازي د ايکس په خپله صفحه کې ليکلي: «په افغانستان کې د نوي تحصیلي کار له پېل سره يو ځل بيا په ميليونو نجونې د زده کړو له حقه محرومې شوي. له تحصيل څخه د ښځو او نجونو محرومول د هېواد راتلونکي ته زيان رسوي او د افغان ټولنو د وروسته پاتېدو باعث کيږي. زده کړې بايد د هر چا له پاره د لاس رسي وړ وي.»
د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته د طالبانو د ادارې په ثانوي دوره کې د نجونو زده کړې منع کړې او نجونې يوازې کولی شي تر شپږم ټولګي پورې ښوونځي ته ولاړې شي.
په تیرو پنځو کلونو کې د دې بندیز د لغوه کولو له پاره پر نړيوالو فشارونو سربیره هم پر نجونو لا دا بندیز پر ځای دی او د ملګرو ملتونو له خوا د وړاندې کړل شويو شمیرو پر اساس په افغانستان کې تر دوه ميليون ډېرې نجونې نه شي کولی ښوونځي ته ولاړې شي.
که څه هم چې د بشري حقونو بنسټونه تل د نجونو پر زده کړو د لګيدلي بندیز پر لغوه کولو ټينګار کوي، خو تر اوسه داسې نښې نښانې نه دي ليدل شوي چې د طالبانو اداره دې دا بندیز لغوه کړي.