افغانستان کې د هوايي بریدونو د قربانيانو شمېر زیات شوی دی
۱۴۰۱ فروردین ۲۹, دوشنبهد دوی په خبره، د قربانيانو ډېره برخه ښځې او ماشومان دي. دغه راز طالبان ادعا کوي چې د پاکستان د توپونو په بریدونو کې هم څو کسه ملکي وګړي وژل شوي دي.
فرانسې خبري آژانس د یکشنبې په ورځ ناوخته د یوه طالب چارواکي له قوله ویلي چې په خوست کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۴۱ ته رسېدلی او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. د هغه په وينا، قربانيان ټول ملکي وګړي دي چې ډېر يې ښځې او ماشومان دي.
طالب چارواکي وايي چې په کونړ ولایت کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې شپږ نور ملکي وګړي هم وژل شوي دي. طالبانو او ځايي خلکو له دې وړاندې ویلي ول چې د پاکستان د پوځ توپچي له پولې هاخوا بریدونه کړي دي.
د پاکستان پوځ په لومړي سر کې دا بریدونه تائید نه کړل، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ پر طالبانو غږ وکړ چې د تحریک طالبان پاکستان د سخت دریځو وسله والو پر ضد دې جدي اقدام وکړي.
پاکستان ادعا کوي چې اورپکې ډلې له افغانستانه پر پاکستان بریدونه کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي دي چې د پاکستان د پوځ وروستۍ کړنې "تنبیهي" وې ځکه د ياد وزارت په وینا د افغانستان له اوسنیو واکمنانو څخه په وار وار غوښتنه شوې وه چې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د بریدونو مخینوی دي وکړي، خو کومه نتیجه یې ورنه کړه.
په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې د اورپکو په بريد کې اووه پاکستاني پوځيان وژل شوي ول. دا سیمه د افغانستان له ختیځو ولایتونو سره ګډه پوله لري. په دې وروستيو کې په سرحدي سيمو کې تاوتريخوالى يو ځل بيا زيات شوى دى.
پاکستان طالبانو ته د اورپکو په اړه خبرداری ورکړ
افغان طالبانو په کونړ ولایت کې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو له توپچي بریدونو وروسته د خپلو یو شمېر غړو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.
د تېر کال په اګست میاشت کې د واک تر لاسه کولو وروسته، افغان طالبانو ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به هېڅ افراطي ډلې ته پټنځای نه ورکوي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هيوادونو پر ضد د بریدونو له پاره وکارول شي، خو د پاکستان او افغانستان د پولې دواړو غاړو ته پرتې قبایلي سیمې له ډېرې مودې راهیسې د وسله والو ډلو خوندي پټنځایونه بلل کېږي.
په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډله هم فعاله ده، چې وخت نا وخت د پاکستان پر امنیتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي. په ډسمبر میاشت کې د افغان طالبانو په منځګړیتوب پاکستاني طالبانو له حکومت سره اوربند اعلان کړ او بیا یې لغوه کړ. له هغه وخت راهیسې د پاکستان پر اردو او پولیسو څو بریدونه شوي دي.