1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په افغانستان کې د پولیو واکسیناسیون کمپاین پيل شو

شمس الرحمن ناصر شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۴ آذر ۲۴, دوشنبه

د «له ګوزڼ څخه پاک افغانستان» بنسټ اعلان کړی دی چې د ماشومانو د فلج یا ګوزڼ واکسیناسیون کمپاین د کابل په ګډون یو شمیر ولایتونو کې پیل شوی دی. پاکستان هم د ټول هیواد په کچه د پولیو واکسین کمپاین پيل کړی دی.

BG I Frauen und Mädchen in Afghanistan
انځور: Javed Tanveer/AFP/Getty Images

«له ګوزڼ څخه پاک افغانستان» بنسټ نن دوشنبه (د دسمبر ۱۵ نیټه) اعلان وکړ چې د کابل په ګډون د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د ماشومانو د فلج یا ګوزڼ واکسیناسیون نوی کمپاین پیل شوی دی.

د طالبانو ادارې د روغتیا وزارت ویلي دي چې دغه کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي او په دې ترڅ کې به تر پنځه کلنۍ کښته ۷،۲ میلیونه ماشومان واکسین کړای شي.

دغه بنسټ او د روغتیا وزارت له ټولو کورنیو څخه غوښتي دي چې خپل تر پنځه کلنۍ کښته ټول ماشومان واکسین کړي، څو د ګوزڼ په ناروغۍ د ماشومانو د اخته کیدو مخه ونیول شي او د دوی ژوند وژغورل شي.

د «له ګوزڼ څخه پاک افغانستان» بنسټ همدارنګه ویلي دي چې د ماشومانو د فلج واکسین معمولاً په هغو ولایتونو کې تطبیق کیږي، چیرې چې د دې ویروس د انتقال خطر ډیر وي.

د روغتیا نړیوال سازمان د رپوټ پر بنسټ روان کال په افغانستان کې د پولیو(د ماشومانو فلج- ګوزن) یوه مثبته پيښه ثبت شوې ده.

افغانستان او پاکستان دوه هغه هیوادونه دي چې اوس هم د پولیو ویروس یا د ماشومانو فلج په کې شتون لري.

پاکستان هم د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د شاوخوا ۴۵ میلیونه ماشومانو د حفاظت له پاره یې په ۲۰۲۵م کال کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسیناسیون وروستی پړاو پيل کړی دی.

په پاکستان کې له پولیو سره د مبارزې پروګرام ویلي دي چې سږ کال په دې هیواد کې په پولیو د اخته کیدو ۳۰ پيښې ثبت شوي دي چې دا د تیر کال د ۷۴ مواردو په نسبت ډیر کمښت ښیې.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه ساري ناروغي ده چې د فلج او حتی د انسان د مړينې سبب کیدلی شي. په ځانګړي توګه په کوچنیو ماشومانو کې د دې ناروغۍ دایمي اغیزې باقي پاتې کیږي. د دې ساري ناروغۍ ویروس ډیری وختونه د ککړو اوبو له لارې خپریږي.

خیبر پښتونخوا؛ د پولیو پر وړاندې له ستونزو ډکه مبارزه

04:30

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب