1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د ښځو له پاره د صحي بحران د ژورېدو په اړه خبرداری

محمد عارف فرهمند | ژباړونکې: گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ اسفند ۸, جمعه

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملگرو ملتو ځانگړي استازي، په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو له پاره د صحي بحران د ژوریدو په هکله خبرداری ورکړی او طالبان یې په سیستماتیک جنسیتي تبعیض تورن کړي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملگرو ملتو ځانگړی استازی، ریچارډ بنت
ریچارډ بنت په افغانستان کې د ښځو او نجونو له پاره د صحي بحران د ژوریدو په هکله خبرداری ورکړی دی.انځور: Jean Marc Ferré/MAXPPP/picture alliance

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملگرو ملتو ځانگړي استازي، ریچارډ بنت، نن جمعه د فبرورۍ ۲۷ مه د ملگرو ملتو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې په افغانستان کې پر صحي وضعیت په تیره بیا د ښځو او نجونو له پاره د طالبانو د اقداماتو د اغیز په هکله خبرې وکړې.

هغه وویل: «زه د خطر الارم ږغوم: افغانستان له يوه داسې صحي بحران سره مخامخ دی چې د ژوریدو په حال کې دی. د دې لامل د ښځو او نجونو پر حقونو باندې د طالبانو دوامداره بریدونه او د نړیوالو مرستو سخت کمښت دی.»

«د بشریت ضد جنایت شواهد»

د ملگرو ملتونو رپوټ ورکوونکي وویل چې طالبانو په سیستماتیک ډول د جنسیت ضد پالیسیو، د تگ راتگ د آزادۍ محدودولو په شمول، د ښځو د کار او تعلیم حق په ردولو، په ځانگړې توګه طبي روزنه، او په روغتیايي تاسیساتو کې د جنسیت جلا کولو، له لارې روغتیايي خدماتو ته د ښځو او نجونو لاسرسی محدود کړی دی.

هغه وویل چې: «دغه سیاستونه انفرادي اقدامات نه دي، (بلکې) بنسټیز جنسیتي تبعیض جوړوي. چې له صحي خدماتو څخه د ښځو او نجونو د محرومیت سبب کیږي.»

بنت وویل چې د طالبانو دا پالیسۍ ښځو ته د خپل بدن په اړه د ځان د ارادې حق او روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي حق ردوي، او دا پالیسۍ "زما په نظر، داسې شواهد وړاندې کوي چې طالبان د انسانیت په وړاندې جرمونه کوي."

اړونده موضوع: شهرزاد اکبر: افغانستان له ټولنیز عدالته ډیر واټن لري

ددغو پالیسو مسئولین باید گرم وبلل سي

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملگرو ملتو ځانگړي استازي په دغه برنامې کې وویل چې د طالبانو په پالیسیو کې د وضعیت له ښه کولو پرته، بهرني حکومتونه باید له اوسنیو حاکمانو سره د اړیکو له عادي کولو څخه ډډه وکړي.

هغه په عین حال کې د نړیوالو مرستو پر سخت کمښت باندې سخت انتقاد کړیچې په خبره یې د افغانستان له پخوا څخه خراب صحي نظام یې لا پسې کمزوری کړی دی.

بنت یادونه وکړه چې د ښځو او نجونو په وړاندې ددغو محدودوونکو سیاستونو مسؤلین باید وپوښتل سي. هغه همدارنگه د هغو هڅو یادونه وکړه چې د "جنسيتي اپارتاید" په ملگرو ملتونو کې د انسانیت په وړاندې د جرم په توګه د پيژندل کيدو له پاره سوي دي او په ځانگړي ډول یې له اسلامي هیوادونو وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب