د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار په کابل کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې تر اوسه پورې په هیواد کې د کرونا پر ویروس د اخته کسانو له ډلې څخه ۳۲ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۱ تنه بیرته جوړ شوي دي.
نوموړي وویل چې د کرونا پر ویروس د اخته کیدو له ۶۳ نویو مواردو څخه چې د لابراتواري معایناتو په نتجه کې ثبت شوي دي ۳۱ یې په کابل، ۱۶ یې په بلخ ولایت، ۶ پيښې په کونړ، ۴ په هرات، ۳ په بغلان او په جوزجان، لغمان او فاریاب ولایتونو کې یوه یوه پيښه ثبت شوې ده.
مایار زیاته کړه چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل او هرات ولایتونو کې ۱۵ تنه د کووید-۱۹ له ناروغانو څخه رغیدلي دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت همدارنګه د ۵۰۰۰ عدده سرتکشن کیټونو "پی سی آر" (د پولیمریز زنجیره یي غبرګون)، چې لابراتوارونه ورته د کرونا ویروس د تشخیصولو معایتاتو له پاره ضرورت لري د رسیدو خبر ورکړی دی. هغه وویل چې وزارت یې په دې هڅه کې دی چې له سیمې او نړۍ څخه د افغانستان له پاره لازیات کیټونه خریداري کړي.
مایار په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو په اړه د انديښنې په څرګندولو سره ټینګار وکړ چې د خلکو له همکارۍ پرته د دې ویروس پر وړاندې مبارزه امکان نه لري.
هغه وویل چې خلک کولی شي د روغتیا وزارت د سپارښتنو په عملي کولو سره د ټول هیواد په کچه د کرونا ویروس د خپریدو د مخنوي په برخه کې مهم رول ولوبوي.
دویچه ویله: ش.ن/ق.ن
پر ورته موضوع يو انځوريز البوم:
کرونا ویروس؛ په هرات کې د میکروب ضد تولیداتو کې ډیرښت راغلی
په هرات ولایت کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر تر زیاتیدو وروسته، د دغه ښار په صنعتي ښارګوټي کې د دارو درملو یوه شرکت د خپلو میکروب ضد تولیداتو کچه تر۹۰ سلنه لوړه کړې ده.
انځور: DW/S. Tanhaد اویسن فارما، شرکت مسوول عبدالکریم شیرزادي، وایي چې د دوی د شرکت میکروب ضد تولیدات د افغانستان اکثرو ولایتونو ته صادریږي.
انځور: DW/S. Tanhaد اویسن فارما، په نوم د دارو درملو جوړونکي شرکت مسئول، وایي چې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر په زیاتیدو سره یې د لاسونو پریمنځلو د مایع په شمول د کور، ماشینونو، الیکترونیکي لوازمو او د ودانۍ د مختلفو سطحو له پاره د عفونیت ضد موادو تولید کې ډیرښت راوستی دی.
انځور: DW/S. Tanhaد دغه شرکت کارکوونکي وایي چې ټولې هڅې یې دا دي چې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې په برخه کې باکیفیته صحي خدمات وړاندې کړي.
انځور: DW/S. Tanhaد کورني معیشت برابرول او موثره کار
د اویسن فارما، شرکت کارکوونکي په دې خوښي ښيې چې د خپلو کورنیو د معیشت د برابرولو ترڅنګ کولی شي د خلکو له پاره مؤثره کار وکړي.
انځور: DW/S. Tanhaد مبتلايانو شمير مخ په لوړيدو دی
په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر مخ پر لوړیدو دی. د روغتیا نړیوال سازمان د مارچ میاشتې د اتمې د معلوماتو له مخې په دغه هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۴۴۴ تنو ته رسیدلی دی. ورځ تربلې د دغه شمیر زیاتیدو خلک هم اندیښمن کړي دي.
انځور: DW/S. Tanhaتر يونيم ميليون ډير مبتلایان
کروناس ویروس تر اوسه په ټوله نړۍ کې د زرونو کسانو ژوند اخیستی دی او په ویروس اخته کسانو شمیر تر یو نیم میلیون اوښتی دی. که څه هم تر اوسه په ډیرو هیوادونو کې په چټکۍ سره د دغه ویروس له پاره د واکیسنو پر جوړولو کار روان دی، خو بازار ته د هغې رواتل ښایي څو میاشتې دوام وکړي.
انځور: DW/S. Tanhaنورو ولايتونو د عفونت ضد موادو ليږد
د اویسن فارما، شرکت مسوول عبدالکریم شیرزادي، وایي چې د دوی د شرکت میکروب ضد تولیدات د افغانستان اکثرو ولایتونو ته صادریږي.
انځور: DW/S. Tanha