د افغانستان د عامې روغتيا وزارت يکشنبه د کوچني اختر په لومړۍ ورځ (د می ۲۴مه)، په دغه هيواد کې د کرونا د ۵۸۴ نوو مثبتو پيښو څخه خبر ورکړ. دې سره په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ ټولې رسمي پيښې ۱۰ زره ۵۸۲ ته ورسيدې.
د دغه وزارت سرچينو ويلي دي، چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۲ تنه د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي او د ۳۵ نورو ناروغانو درملنه شوې ده. د دغه وزارت د رپوټ له مخې په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له امله تر اوسه ټول ټال ۲۱۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰۷۵ تنه روغ شوي دي.
د عامې روغتيا د تازه ارقامو پر اساس، په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۲۴ تنه په کابل، ۱۰۰ تنه په هرات، ۳۵ تنه په ننګرهار، ۲۹ تنه په کندز، ۲۲ تنه په تخار، ۱۷ تنه په بلخ او پاتې نور کسان په نورو مختلفو ولایتونو کې په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
سربيره پر دې چې په افغانستان کې د کرونا پیښې ورځ تر بلې د ډيريدو په حال کې دي، خلک په دغه هيواد کې روغتيايي سپارښتنو ته دومره پاملرنه نه کوي.
له اختر څخه يوه ورځ مخکې د عامې روغتيا وزارت له خلکو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې د خپلو خپلوانو کورونو ته له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
دغه وزارت خبرداری ورکړی که چيرته خلک روغتيايي سپارښتنې رعايت نه کړي، د دغه هيواد په روغتونو کې به نه د دغې ناروغۍ د آزموينو ظرفيت او نه به هم د مبتلايانو د بستر کولو له پاره کافي بسترونه پيدا شي. د عامې روغتيا وزارت وايي چې اوس هم د کرونا ناروغانو په اړوندو روغتونونو کې ډير ګنجايش نه لري.
له آرشيف څخه پر ورته موضوع يو انځوريز البوم:
کرونا ویروس؛ په هرات کې د میکروب ضد تولیداتو کې ډیرښت راغلی
په هرات ولایت کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر تر زیاتیدو وروسته، د دغه ښار په صنعتي ښارګوټي کې د دارو درملو یوه شرکت د خپلو میکروب ضد تولیداتو کچه تر۹۰ سلنه لوړه کړې ده. انځور: DW/S. Tanha د اویسن فارما، شرکت مسوول عبدالکریم شیرزادي، وایي چې د دوی د شرکت میکروب ضد تولیدات د افغانستان اکثرو ولایتونو ته صادریږي.
انځور: DW/S. Tanha د اویسن فارما، په نوم د دارو درملو جوړونکي شرکت مسئول، وایي چې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر په زیاتیدو سره یې د لاسونو پریمنځلو د مایع په شمول د کور، ماشینونو، الیکترونیکي لوازمو او د ودانۍ د مختلفو سطحو له پاره د عفونیت ضد موادو تولید کې ډیرښت راوستی دی.
انځور: DW/S. Tanha د دغه شرکت کارکوونکي وایي چې ټولې هڅې یې دا دي چې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې په برخه کې باکیفیته صحي خدمات وړاندې کړي.
انځور: DW/S. Tanha د کورني معیشت برابرول او موثره کار د اویسن فارما، شرکت کارکوونکي په دې خوښي ښيې چې د خپلو کورنیو د معیشت د برابرولو ترڅنګ کولی شي د خلکو له پاره مؤثره کار وکړي.
انځور: DW/S. Tanha د مبتلايانو شمير مخ په لوړيدو دی په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر مخ پر لوړیدو دی. د روغتیا نړیوال سازمان د مارچ میاشتې د اتمې د معلوماتو له مخې په دغه هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۴۴۴ تنو ته رسیدلی دی. ورځ تربلې د دغه شمیر زیاتیدو خلک هم اندیښمن کړي دي.
انځور: DW/S. Tanha تر يونيم ميليون ډير مبتلایان کروناس ویروس تر اوسه په ټوله نړۍ کې د زرونو کسانو ژوند اخیستی دی او په ویروس اخته کسانو شمیر تر یو نیم میلیون اوښتی دی. که څه هم تر اوسه په ډیرو هیوادونو کې په چټکۍ سره د دغه ویروس له پاره د واکیسنو پر جوړولو کار روان دی، خو بازار ته د هغې رواتل ښایي څو میاشتې دوام وکړي.
انځور: DW/S. Tanha نورو ولايتونو د عفونت ضد موادو ليږد د اویسن فارما، شرکت مسوول عبدالکریم شیرزادي، وایي چې د دوی د شرکت میکروب ضد تولیدات د افغانستان اکثرو ولایتونو ته صادریږي.
انځور: DW/S. Tanha