1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

افغانستان- د کرونا ويروس مبتلايان ۱۱۶ ته ورسيدل

۱۳۹۹ فروردین ۱۰, یکشنبه

د کرونا ويروس د ۳ نوو مثبت پيښو په ثبتيدو سره په افغانستان کې پر دغه ويروس د اخته کسانو شمير ۱۱۶ تنو ته ورسید. د عامې روغتيا وزير وايي که پر لازمو تدابیرو عمل ونه شي د ۲۵ ميليونه افغانانو د ابتلا د خطر احتمال شته.

Virentest bei afghanischen Rückkehrer aus dem Iran
انځور: DW/S. T. Shokran

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د يکشنبې په ورځ (د مارچ ۲۹مه) خبر ورکړ چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د هرات او نيمروز په ولایتونو کې د کرونا ويروس ۳ نوې مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

د دغه وزارت وياند وحيدالله مایار وايي چې دې سره په افغانستان کې د کرونا ويروس د مبتلایانو مجموعی شمير ۱۱۶ ته ورسيد. د دغه وزارت د معلومات پر اساس، تر اوسه په افغانستان کې د دغې ناروغۍ له امله ۳ تنه مړه او پنځه تنه ناروغان بيرته جوړ شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا ويروس د مبتلایانو شمير د هرې ورځ په تيريدو سره لوړيږي. د عامې روغتيا وزارت چارواکو په ټول هيواد کې د دغه ويروس له خپريدو څخه خبرداری ورکړی دی.

د عامې روغتيا وزير، فيروزالدين فیروز چې د کرونا ويروس د ازموینې د يوه لاربراتوار د پرانیستنې په موخه ننګرهار ولايت ته تللی، ټينګار يې وکړ: «که چيرته خلک وقايوي تدابير جدي ونه ګڼي، پر کرونا ويروس باندې د ۲۵ ميليونه افغانانو د مبتلا کیدو د خطر احتمال شتون لري.»

په افغانستان کې د کرونا ويروس د خپريدو پر وخت يوازې په کابل کې د دغه ويروس د ازموينې یو لابراتوار موجود وو. خو د مبتلايانو زياتيدل د دې لامل شو چې په هرات او ننګرهار ولایتونو کې هم يو يو لابراتوار جوړ شي.

افغان حکومت د کرونا ويروس د لا خپريدو د مخنيوي په موخه، په ځينو ولایتونو، په ځانګړې توګه هرات او کابل کې د خلکو پر تګ راتګ محدوديتونه لګولي دي.

خو د افغانستان په څير بيوزله هیواد کې پر خلکو د دغه ډول محدویتونو لګول اسانه کار نه دی. که څه هم خلک د خپلې روغتيا له پاره د حکومت دغه اقدام ستايي، خو تر څنګ انديښمن هم دي چې خپل ورځني لګښتونه به څه ډول برابر کړي.

د عامې روغتيا وزارت په دې برخه کې د خلکو د نه همکارۍ څخه شکايت کوي. د دغه وزارت ویاند وحيدالله مايار دویچه ویله ته وويل: « هر څومره چې خلکو ته وایو چې له غونډو ډډه وکړئ او ټولنيز روابط مو لږ کړئ، مګر بیا هم سپارښتنې لږ رعایت کيږي.»

دغه وزارت همدا ډول له شتمنو خلکو غواړي چې د بيوزله افرادو لاسنيوی وکړي. مايار په دې اړه وويل: «شتمن خلک دې په هر ولایت کې د بې وزلو لاسنیوی وکړي. لږ تر لږه دې ورته اوړه، غوړي او وريژې واخلي. په اوس وخت کې د ملت ويښتيا ته ډيره اړتيا ليدل کیږي.»

له بلې خوا د کابل ښار د واټونو پر غاړه او تر پلونو لاندې د مخدره موادو په سلونو روږدي کسان پراته دي چې په دغه ښار کې د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه لا سختوي.

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت نن يکشنبه (د مارچ ۲۹مه) اعلان وکړ چې له ښار څخه د روږدو کسانو د ټولولو او نورو ځايونو ته د هغوی د انتقال پروسه يې پيل کړې ده.

د دغه وزارت د وياند مرستيالې، مروه اميني په دې اړه دویچه ويله ته وویل: «د کورنيو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، نن د کابل ښار له دريمې، پنځمې، شپږمې او ديارلسمې ناحيو څخه۴۰۰ تنه د مخدره موادو روږدي کسان راټول کړي دي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب