1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې د کرونا ويروس څلور مثبتې پيښې ثبت شوي

۱۳۹۸ اسفند ۱۷, شنبه

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د مارچ ۷مه) وويل چې په دغه هيواد کې د کرونا تصديق شوې پيښې څلورو ته پورته شوي دي. تازه درې پيښې په هرات ولایت کې ثبت شوي دي.

Afghanistan Herat | Coronavirus Vorsichtsmaßnahmen
انځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/E. Sahel

له کابل څخه د رويټرز خبري آژانس د رپوټ په حواله، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار وايي چې «د کرونا ويروس درې مثبتې پيښې د افغانستان په لويديځ ولايت، هرات کې ثبت شوي دي.« مايار زياته کړې چې په کابل کې د ۳۶ کسانو تيستونه شوي چې د هغو په ډله کې د ۳۳ کسانو دا يې منفي ختلي دي.

د افغانستان هرات ولايت، له ايران سره ګډه پوله لري. ايران يو د هغو هيوادونو څخه دی چې تر چين وروسته په کې ډير کسان د کرونا پر نوي ويروس مبتلا شوي دي. د دوی شمير له ۴۰۰۰ څخه لوړ ښودل کيږي چې يو شمیر يې مړه شوي هم دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وياند د ايران په سرحد کې د کمو امکاناتو په هکله انديښنه ښکاره کړه. دا په داسې حال کې ده چې په دغه ګاونډي هيواد کې په ميليونونو افغانان ژوند کوي چې ډيری يې په دغه هيواد کې د سياسي او اقتصادي فشارونو له امله بيرته هيواد ته راستينيږي.

مايار وويل چې د افغانستان اقتصاد له کلونو راهیسې زيانمن شوی دی او د کرونا ويروس تيستونه به هم پر دغه اقتصادي وضعيت خپل فشار وارد کړي.

هغه زياته کړه، د کرونا نوي ويروس د آزموينې يو کيټ يا بسته چې شاوخوا ۵۰ تيستونه پرې کيدای شي، شاوخوا ۱۶۰۰ ډالره لګښت غواړي.

تر دې مخکې يوې بلې افغان سرچينې رويترز ته ويلي وو چې د کرونا ويروس تيستونه د لا ډير دقت د پاره، دوه ځلي ترسره شوي دي، يو ځل په هالند هيواد او يو ځل د افغانستان په روغتيايي مرکزونو کې.

آژانسونه/م.ک.ص/ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب