په افغانستان کې د کرونا مثبتې پيښې ۳۴ ته پورته شوې
۱۳۹۹ فروردین ۳, یکشنبهله کابل څخه د رويټرز خبري آژانس په حواله، د افغانستان د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز وويل چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د ۷۹ مشکوکو کسانو معاينې شوي چې په ډله کې يې د لسو کسانو د معايناتو نتيجې مثبتې ختلي دي.
د عامې روغتيا وزير، د يکشنبې په ورځ وويل چې دې سره په افغانستان کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۳۴ ته پورته شوي دي. فيروز وويل چې په مشکوکو کسانو کې دوه تنه يې قانون جوړونکي دي چې نمونې يې د تیست له پاره استول شوي دي.
د عامې روغتيا وزير فیروزالدين فيروز د انديښنې په ښکاره کولو سره وويل: «په افغانستان کې د کرونا ويروس (کوويد-۱۹) پيښو د ډيرېدو انديښنه موجوده ده، په ځانګړې توګه په کابل ښار کې چې له شپږ ميليونه ډير انسانان په کې ژوند کوي.»
تر دې وړاندې د ورکړل شوو رپوټونو له مخې په افغانستان کې پر کرونا ويروس اخته ډيری کسان له ګاونډي هيواد، ايران څخه راغلي ول. ايران د نړۍ په سطحه يو له هغو هيوادونو څخه دی چې کرونا ويروس تر ډيره ځپلی دی. د تازه رپوټونو په حواله، د دغه هيواد په ځينو برخو لکه تهران کې وضعيت له کنترول څخه نژدې وتلی دی.