1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې د کرونا ۵۱ تازه پيښې ثبت شوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳, چهارشنبه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۵۱ مثبتې پيښې تثبیت شوي دي. په دې ترتیب په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۱۱۴۳ تنو ته رسیدلی دی.

Afghanistan Ovisen Pharma Herstellung von Desinfektionsmitteln
انځور: DW/S. Tanha

له دغې ډلې ۲۸ مورده د کابل او درې یې د هرات ولایت اړوند دي. پر دې سربیره نور موارد د غزني، کاپيسا، ننګرهار، کونړ، پروان، بامیان، لغمان، فراه او پکتیکا ولایتونو مربوطیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار، په یوه خبري غونډه کې وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس اخته دوو کسانو په کابل او دوو نورو په ننګرهار کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په افغانستان کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شوو کسانو شمیر ۴۰ تنو ته رسیدلی دی.

تر اوسه په کرونا ویروس اخته د ۱۶۶ کسانو درملنه شوې او له روغتونونو کورونو ته لیږل شوي دي. د روغتیا وزارت چارواکي خبرداری ورکوي چې د کابل ښار اوسیدونکو له خوا د تدابیرو او صحې لارښونو په پام کې نه نیول د دې سبب شوي دي چې له هرات څخه د دغه ولایت د ناروغانو شمیر لوړ شي.

که څه هم په لومړي سر کې هرات ولایت د دغه ناروغۍ د خپریدو اصلي مرکز یادیده، خو اوسمهال په کابل کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۴۱۳ تنو ته رسیدلی چې د نورو ولایتونو په پرتله تر ټولو لوړ شمیر دی. په هرات کې په کرونا ویروس بیا ۳۳۷ تنه اخته دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب