1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې د پولیو لس نوې پيښې ثبت شوي

۱۳۹۸ تیر ۶, پنجشنبه

يوه افغان چارواکي د پنجشنبې په ورځ وویل چې د روان میلادي کال له پېل راهيسې د افغانستان په هغو سيمو کې چې د وسله والو تر کنترول لاندې دي، د پوليو یا ګوزڼ لس نوې پېښې ثبت شوی دي.

Afghanistan Polioimpfung
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د آلمان خبري آژانس د عامې روغتيا وزارت د پوليو له منځه وړولو د برخې وياند ميرجان راسخ، له قوله لیکلي دي چې ټول دغه ماشومان د هلمند، کندهار، ارزگان او د کونړ ولايتونو په هغو سيمو کې ژوند کوي چې د طالبانو او يا داعش ډلې تر کنترول لاندې دي. زياته شوې چې د پوليو تر ټولو تازه پېښه د ارزگان په ترينکوت ولسوالۍ کې ثبت شوې ده چیرې چې يوه دوه کلنه نجلۍ د دغه ويروس له کبله اغیزمنه شوې.

د راسخ په خبره طالبانو د ۲۰۱۸م کال د می میاشتې راهیسې کور په کور د پولیو د له منځه وړلو کمپاینونه د امنیتي دلایلو له کبله بند کړل چې په دغو سیمو کې د پولیو د پيښو د زیاتیدو سبب شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، بیا ویلي دي چې د واکسینو دغه پروګرام د دوی تر کنترول لاندي سیمو کې د معلوماتو راټولو له پاره کارول کیږي.

د راسخ په خبره د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د هلمند ولایت په واشیر ولسوالۍ کې یو پنځه کلن ماشوم د ګوزڼ د ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. د عامې روغتيا د پوليو له منځه وړولو د برخې وياند وایي چې ناسم معلومات چې ګواکې پولیو واکسین د اسلامي قوانینو خلاف دي او یا هم د مېندوارۍ مخه نیسي، په اغیزمنه توګه د پوهاوي پروګرام مخه نیولې ده. په ۲۰۱۶م کال کې د روغتیا وزارت د پولیو ۱۳ مثبتې پيښې ثبت کړې وې خو په ۲۰۱۸م کال کې دغه شمیر ۲۱ ته ورسید.

د راسخ په خبره تېر کال په ټول افغانستان کې کابو يو میليون ماشومان د پوليو له واکسينو بې برخې پاتې ول چې له ډلې څخه یې ۸۰۰ زره په جنوبي سيمو کې ژوند کوي.

(sr/ms (dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب