1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

په افغانستان کې د یوناني طبیبانو د ارزونې پروسه پیلیږي

۱۴۰۱ آبان ۱۴, شنبه

کابل کې د یوناني طبیبانو ټولنه وایي چې د یوناني طبیب له نوم څخه په استفادې سلګونه غیر مسلکي کسان پرته له جواز څخه فعالیت کوي او څوک یې مخنیوی نه کوي. خو طالبان بیا د یوناني طبیبانو د ارزونې پروسې د پیلولو خبره کوي.

Afghanistan Coronavirus und traditionelle Medizin
انځور: DW/S. Tanha

سره له دې چې د افغانستان صحي سکتور څه نا څه په پښو ولاړ دی او د عصري طب امکانات پراخ شوي دي خو په کابل او ګڼ شمیر نورو ولایتونو کې د یوناني طبابت بازار هم نه دی سوړ شوی.

کابل کې د یوناني طبیبانو ټولنې د معلوماتو له مخې یوازې په پلازمینه کابل کې نیږدې ۵۰۰ یوناني درملتونونه فعالیت کوي چې له ډلې یې ۱۲۰ درملتونونو جواز اخیستی او پاتې نور پرته له جواز فعالیت کوي.

د یوناني طبیبانو د ټولنې غړي نصیر احمد احمدي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د یوناني طبیبانو تر نامه لاندې درې ډوله طبیبان فعالیت کوي چې له ډلې یې ډېر کم شمېر د جواز اخيستلو شرایط پوره کوي.

نوموړي وويل: «پوهې او تجربې ته په کتو سره یوناني طبیبان یا په پاکستان او ایران کې د یوناني طب زده کړې ترسره کړي یا له کورنۍ څخه حکیمان دي او یو شمېر خلک چې غیر مسلکي دي او د تجارت له پاره کار کوي چې موږ سره په اتحادیې کې ثبت نه دي.»

نوموړی زیاتوي چې په ۱۳۹۴ هـ لمریز کال کې یوازې ۱۲۰ تنو هغو طبیبانو ته چې د عامې روغتیا وزارت له یوې آزموینې څخه بریالي وتلي، جوازونه ورکړل شوي او پاتې کسان اووه کاله کيږی چې په غیر قانوني توګه فعالیت کوي.

هغه وویل: «د یوناني طبابت د کار کولو لایحه داسې ده چې هرو دریو کلونو کې تازه کېږي یعنې له کارپوهانو او مسئولینو سره د خپلو کارونو په هکله خبرې کوو چې که د لایحې کومه ماده زیاتوي یا کموي خو اوس ډېر کلونه وشول دا کار نه دی شوی.»

په افغانستان کې ډیری خلک د عصري طبابت ترڅنګ په عنعنوي توګه هم د ناروغیو درملنه کوي. انځور: DW/S. Tanha

یو تن یوناني طبیب حامد دلدار قریشي چې په ایران کې يې یوناني طب لوستی او له اووه کلونو راهیسې په پلازمینه کابل کې په همدې مسلک کې کار کوي، وايي چې د داسې ناروغيو درملنه په ډېره ساده توګه ترسره کوي چې عصري طبابت کې درملنه یې سخته وي.

نوموړي دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «موږ د عصري طبابت په بڼه تداوي نه کوو. موږ په طبیعي ډول تداوي کوو او زموږ تداوي د عصري طب په پرتله ډېره ارزانه ده او کوم جانبي عوارض هم نه لري.»

هغه همدا راز زیاته کړه چې په تېر حکومت کې هم یوناني طبابت ته پاملرنه نه کېده او اوسني حکومت کې هم د یوناني طب پر فعالیتونو نظارت نشته چې یو شمیر کسان په غیر مسلکي توګه کار کوي: «موږ غواړو چې ټول طبیبان راجستر شي ترڅو مسلکي او غیر مسلکي معلوم شي او وړ کسان خپلو حکیمانه فعالیتونو ته دوام ورکړي. موږ داسې خاص سند نه لرو ځکه حکومت پاملرنه نه کوي، یوازې د اتحادیې له خوا یو خط لرو.»

د کابل اوسېدونکي بیا په دې باور دي چې ځینې ناروغي چې په عصري طب يې درملنه ونشي، بیا ځینو مواردو کې یوناني طب هم ښه پایله ورکوي. د کابل یو تن اوسېدونکی سیدالرحمان چې د یوناني طبیب نسخه یې کارولې، وایي: «ما ته د ملا درد پیدا شوی وو چې وضعیت مې ډېر خراب وو. ایران او پاکستان ته د تداوي له پاره ولاړم خو پایله یې ورنکړه. یو ځل یو یوناني طبیب ته ولاړم او هغه راته یو رقم تیل یا غوړي راکړل چې ملا پرې مساج کړم، درد مې ورسره ښه شو. په ځینو برخو کې یوناني طبابت ښه پایله ورکوي.»

روغتیا وزارت: که د الکوزي درمل مخدره توکې وپیژندل سې هغه به محاکمه سي

یو شمېر کارپوهان بیا په دې باور دي چې په افغانستان کې عصري طب تجارتي شوی او درمل په ډېر ټیټ کیفیت واردېږي ځکه ځیني خلک یوناني درملنه کوي او په دې وروستیو کې یوناني طب کې غیر مسلکي کسان کوښښ کوي دغه مسلک هم تجارتي کړي.

د کابل د انتاني روغتون ټرینر متخصص ډاکتر فرید الله عمري بیا وایي چې په افغانستان کې د یوناني طبابت لپاره پوهنتون او د زده کړو مرکزونه شتون نه لري ځکه دا مسلک ورځ تر بلې د غیر مسلکي کېدو خوا ته روان دی.

نوموړی زیاتوي:» یوناني ‌ډاکتران هغه کیمیاوي درمل چې ډېر قوي وي له نورو درملو او ګیاهانو سره ګډوي چې د لنډ مهال لپاره ناروغ د درد احساس نه کوي خو د جانبي زیان ګواښ هم ډېر وي. خو که د روغتیایي ادارو له خوا په صحیح توګه کنټرول شي او د غیر مسلکي کسانو د فعالیت مخنیوی وشي تر یوې اندازې ښه دی.«

ډاکتر عمري زیاته کړه چې په افغانستان کې ډېری یوناني طبیبان په میراثي توګه د خپلې کورنۍ د غړو په شهرت فعالیت کوي چې طبي زده کړي یې نه دې ترسره کړي.

انځور: DW/S. Tanha

هغه زیاتوي چې یوناني طبیبان په خپل لاس درمل جوړوي پرته له دې چې په لابراتوارونو کې یې چک کړي او د تکناوژۍ په واسطه د طب په معیار برابر کړي او ورسته ناروغ ته ورکړل شي.

په افغانستان کې د خوارځواکۍ ناورين

نوموړی زیاتوي: « د یوناني درملو په کارولو سره د دې پر ځای چې ناروغ ته ګټه ورسوي لا نورې ستونزې لکه د معدې، ځيګر او د بدن نورو حساسو غړو ستونزې ورته پیدا کوي ځکه چې ترڅو چې يوناني طبيبان په لابراتوار کې خپل درمل چک نکړي، خامخا به خلکو ته ستونزې جوړوي. دوی نه پوهېږي چې درمل د ملي ګرام په ذریعه څنګه برابر کړي او دا چې ناروغ ته باید قوي درمل ورکړل شي که ضعیف. خو دوی د خوراکي توکو په څېر د درملو نسخې برابروي».

خو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د یوناني طبیبانو لپاره د آزموینې داسې پروسه پیلوي چې له مخې به یې په شرایطو برابرو طبیبانو ته جوازونه ورکړل شي او له پروسې څخه د پاتو طبیبانو فعالیت به ودروي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان امر دویچه ویله ته وویل:

« د یوناني طبیبانو لپاره د عامې روغتیا وزارت له خوا یوه کمېټه جوړه شوې چې د یوناني حکیم صاحبانو آزموینه واخلي او یو شمېر اصول او قواعد دي چې دغه کمېټه د یوناني طبیبانو له اتحادیې سره پرې خبرې اترې کوي او طرزالعمل ورته جوړوي.»

په افغانستان کې پر تعویذ او یوناني طبابت باور په کلیو او بانډو کې ډېر دی او اوس هم خلک د ډیریو ناروغیو د اعلاج لپاره د ارزانه تداوۍ او ځانګړی باور لپاره یوناني طبیبانو ته مراجعه کوي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل