یوه افغان چارواکي د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د سختې واورې اوریدو، بارانونو او واورې ښویدنې له کبله لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي دي. حکومت د یکشنبې ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې.
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai
اعلان
د افغانستان د طعبیي افاتو پر ضد د مبارزې ادارې ویاند عمر محمدي، د آلمان له خبري آژانس په په مرکه کې زیاته کړې ده چې پر دې سربیره د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۶ تنه نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د دغې ادارې د شمیرو له مخې ۵۷۱ څاروي د خرابې هوا له کبله وژل شوي او ۱۸ کورونه بیا ویجاړ شوي دي.
عمر محمدي ویلي چې تر ټولو زیات تاوان په شمالي ولایتونو کې رامنځ ته شوی دی: «په بدخشان او سرپل ولایتونو کې هغه وخت ۱۶ کسان ووژل شول او تر ۱۰ ډیر نور ټپیان شول چې د واورې ښویدو یو شمیر کورونه لاندې کړل.»
اوس د واورې له کبله ډیر شمیر سړکونه، په ځانګړې توګه د افغانستان په شمالي او مرکزي ولایتونو کې تړلي پاتې دي. د افغانستان د طبیعي افاتو پر ضد مبارزې ادارې ویلي دي چې له تیرې اوونۍ راهیسې په سالنګ کې ۳۳ د واورې ښویدو پیښې رامنځ ته شوې دي.
تر ټولو زیات ماشومان او زیات عمر لرونکي کسان له خطر سره مخامخ دي. یخنۍ وهل، د څښاک له غیر صحي اوبو څخه د استفادې له کبله د ساري ناروغیو رامنځ ته کیدل او خوار ځواکي هغه څه دي چې دغه خلک یې له گواښ سره مخامخ دی.
انځور: DW/S.Tanha
د دغو خیمو زیاتره ماشومان چې ناروغه شوي دي، نو روغتیایي خدماتو ته یې لاس رسی نه درلود. لکه دغه ځوان چې پښه یې ماته شوې ده او د درملنې امکانات یې نه لري.
انځور: DW/S.Tanha
د ملگرو ملتونو د ارقامو له مخې په تیر میلادي کې د افغانستان دننه د جگړو له کبله ۳۰۰ زر خلک له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوي دي او په تیره یوه نیمه لسیزه کې په مجموعي توگه د هغوی شمیر لوړې سطحې ته رسیدلی دی.
انځور: DW/S.Tanha
دغه خلک مرستو ته سترگې پر لاره دي، خو داخلي او بهرنۍ مرستندویه ادارې د بودجې د کموالي او یوه بحراني وضعیت څخه یادونه کوي.
انځور: DW/S.Tanha
د هیواد دننه د ډیر شمیر بې ځایه شوو کډوالو سربیره، له گاونډیو هیوادونو پاکستان، ایران او همداشان له اروپا څخه د افغان مهاجرو بیرته راستنیدو ټولنیزو خدماتو په برخه کې وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
انځور: DW/S.Tanha
که څه هم ستونزې ډیرې دي، د بیلگې په توگه د دغو کورینو ماشومان ښوونځیو ته نه ځي او راتلونکي یې هم نا معلومه ده خو ځینې یې پر دې توانیدلي دي چې ځانته د لمریزي بريښنا یا «سولر» تښته راونیسي، څو لږ تر لږه یې خیمه روښانه شي. خو په هر حال د خیمو د گرمولو له پاره سولر، بسنه نه کوي او باید له سوند توکې څخه استفاده وشیي. عکاس: شعیب تنها / لیکوال ر.ش